اسعداباد(پژواک، ٩ وږى ٩٦): ځينې سرچينې وايي، د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ نښته کې د افغان طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.
د کونړ امنيه قومندان پاسوال جمعه ګل همت وايي، تېر ماښام د سرکاڼو په "ننګه" نومي سيمه کې چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، د پاکستاني طالبانو د جمعيت الاحرار ډلې او افغان طالبانو تر منځ نښته وشوه.
هغه وايي چې په دې نښته کې د ظابط جليل په نوم د افغان طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.
د سرکاڼو ولسوالۍ د بهراباد د سيمې يو تن اوسېدونکی فريدالله هم وايي چې د طالبانو مشهور قوماندان ظابط جليل له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.