منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۹۶): د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون د ودانۍ او په ښېوې ولسوالۍ کې د يو لس بستريز روغتون جوړېدو چارې پيل شوې.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په بډیالۍ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لس بستریز روغتون د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د دې پروژې د جوړېدو چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي .

د دغه روغتيايي مرکز د بنسټ اېښودو پر مهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې دغه لس بستريز روغتون پر يو جريب ځمکه په اساسي ډول جوړېږي.

نوموړي د بډیالۍ سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه چې د یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو په موخه یې یو جریب ځمکه په شخصي امکاناتو واخیسته او حکومت ته یې د روغتیایي مرکز د جوړېدو په موخه په واک کې ورکړه .

د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکتر نجیب الله کامه وال وویل چې دا مهال په ښېوې ولسوالۍ پنځه روغتيايي مرکزونه شته خو د اوسېدونکو لپاره يې بسنه نه کوي.

ده وويل چې د روان کال په ترڅ کې به د دې ولسوالۍ په سرکنډ، کمبيري او بوډيالۍ سيمو کې يو يو کلينيک هم جوړ کړي.

د ښېوې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر معلم اکبر د یاد روغتیایي مرکز د چارو د پیل له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمې ۵زره کورنیو ته روغتیایي اسانتياوې برابرې شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزیون ودانۍ چې د داعش وسله والو په يو ډله ييز بريد کې ويجاړه  شوې وه، د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت يې د ترمیم او تجهیز چارې پیل شوې چې په شپږو مياشتو کې به بشپړې شي.

په دې موخه جوړو شوو مراسمو ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون  ودانۍ د ترميم او تجهيز لپاره لس ميليونه افغانۍ ځانګړې  شوې دي.

هغه وويل چې د دې ودانۍ له بېرته جوړېدو سره به د دې ادارې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون امر امين الله زهير له والي او يو شمېر نورو مشرانو څخه  مننه وکړه چې د يادې ودانۍ د ترميم او تجهيز په برخه کې يې نه ستړي کېدونکي هڅې کړې دي .

زهير ډاډ څرګند کړ چې د دې  ودانۍ په ترميم   او تجهيز سره به د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون د کار کوونکو تخنيکي او اداري ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

د يادونې ده، د روان کال د غويي مياشتې ٢٧مه داعش وسله والو د ننګرهار پر ملي راډيو تلوېزيون بريد وکړ چې په ترڅ کې یې د دې ادارې څلور کارکوونکي ووژل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه