منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

چارواکي: ځيني کړۍ د خوست ښار ماسټرپلان پر وړاندې خنډونه جوړوي

· 3 دقیقې لوستل · 113 کتنې

خوست ښار ( پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې ځيني کړۍ د خوست ښار لپاره د تطبيق کېدونکي اوږد مهاله ماسټر پلان پر وړاندې خنډونه جوړي.

هغوی چې نن د وږي په ۲۵مه يې يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، ځيني کسان د خپلو ګټو لپاره په لوی لاس د پراختيايي پروژو پروړاندې په ټولنيزو رسنيو کې په يو او بل نوم منفي تبليغات کوي.

د خوست والي وياند مبارز محمد ځدراڼ خبري کنفرانس ته وويل، ولايتي اداره له تېرو دوو کلونو راهيسې په دې کار کوي چې د ښار هر اړخيزه انکشاف لپاره اوږدمهاله ماسټر پلان جوړ کړي، چې په دې برخه کې تر ډېره پرمختګ هم شوی.

هغه زياته کړه، له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک کې ځيني خاصې کړۍ د دغه ماسټر پلان پروړاندې منفي تبليغات کوي چې په حقيقت کې دا کار د ټول خوست په زيان تماميږي.

دی وايي:((دا هغه ډول خلک دي چې دوی د ماسټر پلان په ارزښت نه پوهيږي، د خوست په راتلونکو پرمختګونو باندې باور نه لري او بل ځيني داسې کسان هم شته چې دوی له ځينو کړيو سره تړاو لري او د هغوى په اشاره غواړي چې د خوست پرمختګ وننګوي.))

د خوست د ښار او کور جوړونې رييس انجنير ابراهيم الله وليزي دغه کنفرانس ته وويل، په دې ماسټر پلان کې ټول هغه نورمونه په پام کې نيول شوي چې د يوه معياري ښار لپاره اړين دي.

نوموړي زياته کړه، د پلان د ښه تطبيق په موخه څو ورځې وړاندې د ښار او کور جوړونې وزارت څخه دې ولايت ته يو پلاوی هم راغلی و او په همدې تړاو يې له خلکو او ولايتي ادارې سره خبرې وکړې.

هغه زياته کړه : ((زه د خوست خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دې ماسټر پلان په تطبيق سره به په ښار کې د غير پلاني انکشاف مخه ونيول شي، ټولو عامه خدماتو ته په کې ځای ورکړل شوی، يانې ټول نورمونه يې په نظر کې نيول شوي دي.))

په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت ياد خبري کنفرانس ته وويل،  ځيني کړۍ د بيان له ازادۍ نه په سوء استفادې غواړي چې د خلکو شخصي حريم تر پښو لاندې کړي.

دى وايي: ((هر څوک د سالم انتقاد حق لري د بيان ازادي شته، خو انتقاد بايد د اصلاح لپاره وي نه د چا توهين، نه د چا شخصي حريم ته داخلېدل چې په خپله يو جرم دی هغه که هر څوک وي. هر څوک چې د قانون خلاف کړنه وکړي هغه جرم ګڼل کيږي.))

الفت همدارنګه په خپلو خبرو کې د دې ولايت له ټولو امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د بيان له ازادۍ نه ناسمه ګټه اخلي ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي