منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست استیناف څارنوالۍ ته ودانۍ او هلمند کې یو سړک جوړېږی

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

خوست ښار- لښکرګاه (پژواک، ۲۶ وږی ٩٦): په خوست ولايت کې د استيناف څارنوالۍ د ودانۍ او په هلمند کې د يو سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي د وږي په ٢٦مه د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د ښار لوېديځ ته د سولې ولايتي کمېټې د دفتر تر څنګ جوړېږي.

هغه زياته کړه، پر دې ودانۍ چې په درېيو پوړونو کې به۲۰ اداري خونې ولري، د لويې څارنوالۍ د پرمختيايي بوديجې له لوري ۳۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړېدو چارې به يې د ۱۸ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

حبيبي زياته کړه: ((زه باوري يم چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به داستيناف څارنوالۍ ادارې په کارونو کې ښه والی رامنځته شي او وبه کولای شي، چې د عدالت په تامين کې ښه رول ولري.))

د خوست د استيناف څارنوالۍ رييس رحيم الله رامع پژواک اژانس ته وويل چې د نوې اداري ودانۍ په جوړېدو سره به يې اداري چارې ښې تنظيم او د خلکو دوسيو ته به په ښه ډول رسيده ګي وکړای شي.

د يو بل خبر له مخې، د لښکرګاه د ښاروالۍ د درې ميليونه افغانيو په لګښت يو کيلومتر سړک په پاخه او اساسي ډول سره جوړېږي.

د هلمند والي حيات الله حیات د ياد سړک د کار پرانيستلو پر مهال وويل چې دغه سړک د پخواني ماسټر پلان له مخې جوړېږي چې په تېرو کلونو کې يې په يوه څنډه کې کورونه او هټۍ په خپلسري ډول سره جوړ شوي وو.

د لښکرګاه ښاروال انجنير مطیع الله بهیر پژواک ته وویل، دغه یو کيلومتر سړک چې ١٥ متره سور لري عيدګاه او کندهار اډه سيمه سره نښلوي .

ښاروال زیاته کړه دغه اندازه سړک په دوه سوه زره ډالره خصوصي شرکتونه جوړ وي، خو دا چې د دوی وسایل او انجینران خپل دي؛ لګښت يې کم راځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه