زرنج (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): د نيمروز ولايت سيمه چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د دولتي پوهنتون د ودانۍ د لومړي پړاو کارونه نن پيل شول.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د نيمروز خلکو ته مبارکي ورکړه او ویې ويل چې په دغه ولايت کې د دولتي پوهنتون د جوړېدو لپاره لومړى ګام واخيستل شو.
نوموړي د ځوانانو ظرفيت لوړولو په برخه کې د ملي يووالي حکومت پر پروګرامونو او ځانګړې پاملرنه خبرې وکړې او ویې ويل چې حکومت د پراختيايي پروګرامونو د پلي کولو هوډ لري، ملي او ټولګټو پروژو ته پاملرنه او څارنه د ټولنې د ټولو وګړو دنده بولي.
د نيمروز د پوهنې رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال عبدالهادي بيدار وويل چې په نيمروز کې د دولتي پوهنتون جوړېدو چارې پيل شوې او د دغه ولايت خلک به يې ډېر ژر د پرانيستې شاهدان وي.
هغه وويل چې څو ورځې وړاندې د نيمروز د لوړو زده کړو دولتي موسسې د ٢٠٠زده کوونکو په جذب سره کار پيل کړ، خو دا ولايت تر اوسه پورې ودانۍ نه لري او يوازې يو خصوصي پوهنتون په دغه ولايت کې فعال دى.
د نيمروز ولايت د ښار جوړونې رياست مشر عبدالغفار هدف وويل چې ياده پروژه په سل جريبه ځمکه کې پلې کېږي چې لومړي پړاو کې يې احاطوي دېوال جوړونه په پام کې نيول شوې چې د ښار جوړونې وزارت له پراختيايي بوديجې نه به ١٩ ميليونه افغانۍ پرې ولګول شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










