کابل(پژواک،٢٧سنبله٩٦): د ښار او کور جوړولو وزارت د کابل په شمال کې د "منشي مير غلام" د استوګنې ښار ګوټي د لومړي پړاو په پرانيستلو سره اعلان وکړ چې د استوګنې ښار ګوټو او کورونو د جوړولو په برخه کې خصوصي سکتور ته د پانګونې لپاره ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د ښار او کور جوړولو وزير سيد سادات منصور نادري چې د کابل په شمال کې يې د منشي مير غلام د استوګنې ښار ګوټي د پرانيستې په مراسمو کې خبرې کولې وويل چې کورونو ته اړتيا د ښاري سکتور يوه ستره ننګونه ده او د کورونو او ښار جوړونې وزارت د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره پر منظمو پلانونو کار کوي.
هغه زياته کړه چې دغه ښار ګوټى د افغانسان په کچه يو تر ټولو معياري ښار ګوټى دى او د مذهبي، ښوونيزو، تفريحي او سپورټي، سوداګريزو، استوګنې، هديرې، سم ښاري بنسټ، چاڼ ځاى، کاناليزاسيون، د اوبو زېرمه او د پوليسو او اور وژنې د ځاى پرځاى کېدو لپاره د اړينو اسانتياوو ځايونو په ګډون ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
هغه زياته کړه:" په راتلونکو کلونو کې به د سترو ښاري او استوګنيزو پروګرامونو شاهدان و اوسو او دغه پروګرامونه به د کورونو په برخه کې د شته اړتياوو ډېره برخه پوره کړي."
نادري له کورنيو پانګوالو وغوښتل چې د کورونو جوړولو په برخه کې په ځانګړې توګه داسې کورونو چې خلک يې د اخيستلو توان ولري پانګونه وکړي؛ ځکه دولت نه شي کولى چې د کورونو په برخه کې د ټولنې ټولې اړتياوې پوره کړاى شي.
نوموړي وويل:" د ښار او کور جوړولو وزارت چمتو دى چې په دغه برخه کې پانګوالو ته هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې کړي."
هغه دخپلو خبرو په دوام کې زياته کړه چې دغه وزارت چمتو دى چې له خصوصي سکتور او سوداګرو سره د استوګنې ښارګوټو رامنځ ته کېدو، ډيزاين او طرحه کې مرسته وکړي.
د ښار جوړونې وزير وويل چې اوسمهال دوه ميليون داسې کورونو ته اړتيا ده چې خلک يې د اخيستلو وړتيا ولري او دغه اړتيا د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي.
په ورته وخت کې د منشي ميرغلام ښارګوټي مشر عبدالرووف شپون وويل چې دغه ښار ګوټى، په ١٥٣٤جريبه ځمکه کې جوړېږي چې پنځوس سلنه يې د عامه خدماتو او پنځوس سلنه نوره يې د ودانيو لپاره په پام کې نيول شوې ده.
نوموړي وويل چې تر اوسه پورې د دغه ښار ګوټي بنسټيزه برخه کې کابو ٢٠ميليون ډالر پانګونه شوې او په هغه کې ټولې اړينې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د منشي ميرغلام ښار ګوټي د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ښار ګوټي پړاونه په ١٣٩١ کال کې د ښار او کور جوړولو وزارت له لارې کچ شوي چې د استوګنې ټول ټال ٣٨٨٩ کم منزله، ١٠٣ شپږ پوړيزه استوګنيز او سوداګريز بلاکونه طرحه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










