ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٦): په پکتيا کې د ملي پيوستون پر ځای د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو چې د لومړي ځل لپاره به یاد پروګرام د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې پلى شي.
د تلې په دويمه د دغه پروګرام د پرانيستې په غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې خلک بايد د دغه پروګرام له لارې په خپلو سيمو کې د پلي کېدونکو پروژو امنيت وساتي او د سم ترسره کېدو په موخه يې څارنه وکړي.
کټوازي ټينګار وکړ چې د دې پروژو له لارې وسله والو ته د ماليې يا په بل نوم پيسې ورنه کړل شي او د احتمال په صورت کې يې بايد خلک مخه ونيسي.
ده وويل: ((دولت د خلکو د هوساينې او ښه ژوند لپاره کار کوي، هره شورا دې په اخلاص کار وکړي او د فساد او په خراب کيفيت د کار د تر سره کېدو مخنيوی يې مسووليت دی؛ همدارنګه بايد، غلو او مفسدينو ته، که په هر نوم وي، بايد پيسې ور نه کړل شي.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د کليو پراختيا رييس فضل هادي عاصم وويل چې د دغه ملي پروګرام پروژې د کليو د شوراګانو له خوا په احمدابا، سيدکرم، ميرزکې، څمکني او شواک ولسواليو کې د لومړي ځل لپاره پلې کيږي.
عاصم وايي چې شورا په ولسواليو کې د ولسي تړون د شته دفترونو له خوا د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او هرې شورا ته په دوو کلونو کې دوه پروژې ورکول کېږي چې يوه يې روغتيايي او بله به يې ساختماني وي.
ده زياته کړه: ((هرې سيمې ته موږ شورا جوړوو؛ مثلا په څمکنيو ولسوالۍ کې موږ ۱۲۵ شوراګانې لرو؛ شورا يوه صحي او يوه ساختماني پروژه انتخابولی شي، لکه يوه د څښلو د اوبو د څاه او بله د سړک جوړولو پروژه ضرورت ته په کتو ټاکلی شي، چې ورته عملي شي.))
خو د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې يادې ولسوالۍ د وزارت له خوا ټاکل شوي او په راتلونکو پړاوونو کې به د دغه پروګرام پروژې په مرکز ګردېز، احمدخېل، ځاځي اريوب، ډنډپټان، جاني خېل، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او زرمت ولسواليو کې هم ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










