کندهار (پژواک، ۶ تله ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو کار پيل شو.
دغه ودانۍ د یادې ولسوالۍ په تلوکان او موشان سیمو کې جوړېږي.
د ودانیو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکتر محمد عظیم زمریال، د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق او د ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکتر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنجوايي ولسوالۍ په موشان او تلوکان سیمو کې د دوو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو ټولټال ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
هغه زیاته کړه، په موشان سیمه کې د بشپړ روغتيايي مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۸،۴ میلیونه افغانۍ او په تلوکان سیمه کې د بنسټيز روغتیايي مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي.
دی وايي، د دغو دواړو روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو چارې به په دریو میاشتو کې بشپړې شي چې بېلابېلې څانګې، لابراتور او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د ده په خبره، د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به د موشان او تلوکان سیمو شاوخوا ۱۲۰ زره وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د دغو روغتيايي مرکزونو له جوړېدو سره هم مهاله به پنجوايي ته څېرمه د ژیړۍ په حوض مدد سیمه کې هم يو بل روغتيايي مرکز جوړ شي.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، روغتیايي خدمات د انسانانو له لومړیو اړتیاوو دي او ولایتي اداره هڅه کوي د دې ولایت ټولو اوسېدونکو ته دغه خدمات ورسوي.
هغه زیاته کړه، په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو له جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو برخمن شي.
د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د دوو روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو پر جوړولو خوښ دي او له عامې روغتیا ریاست له چارواکو یې وغوښتل چې په کار پوه ډاکټران او روغتیايي پرسونل په کې په دندو وګوماري.
د موشان کلي یوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وویل، د موشان سیمې ټول خلک خوشحاله دي چې روغتیايي مرکز ورته جوړېږي، هغوی به نور اړ نه وي چې د درملنې لپاره کندهار ښار ته لاړ شي.
login or register a new account.