لښکرګاه- ترينکوټ (پژواک، ۶ تله ۹۶): په هلمند او اروزګان کې د ٢٦ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
په دې پروژو کې په هلمند کې د درملو او خوراکي توکو ساتلو ځایونو جوړول هم شامل دي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر مولا داد توبه ګار د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت له لوري دوى ته ٢٢ ميليونه افغانۍ غير مشروطه بوديجه ورکړل شوې وه.
هغه زياته کړه: ((دا چې موږ د غذايي موادو او درملو ساتلو لپاره اړين ځاى نه درلود، نو په ١١ ميليونو مو د دې ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.))
توبه ګار وايي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به خوراکي توکي او درمل له خرابېدو وساتل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ به د شاوخوا يو کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شي.
د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د دې ودانۍ تر څنګ به د يو شمېر نورو پروژو چارې هم پيل شي.
ده زیاته کړه چې ولسمشر له دوى څخه د ډېرو پروژو پلې کولو پلان غوښتى دى چې ځيني اوږدمهال او ځيني يې لنډمهاله دي.
د حيات په وينا، د يادو پروژو چارې به د روان کال په اوږدو کې پيل شي او يو شمېر کسانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.
ده وويل چې په دې پروژو کې د کجکي برېښنا بند دويمه برخه، د زمينداور کانال، له لښکرګاه تر ډيورنډ کرښې پورې د سړک غځول چې له چابهار بندره د توکو په لېږد رالېږد کې اسانتيا رامنځته کړي، شامل دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په اروزګان کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د ٣٥ کليوالي سړکونو د جغل اچونې چارې پيل شوې.
چارواکي وايي چې د دې سړکونو د جغل اچونې دغه پروژې به د اووه کلیواليو شوراګانو له خوا عملي او هم مهال به ۳۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
login or register a new account.