منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

په خوست کې د يوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پيل شوې

· 2 دقیقې لوستل · 164 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۶): په خوست کې د يوه لوی سربند او کانال د جوړېدو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

د اوبو دغه سربند او کانال د خوست مرکز اړوند د لکڼو په سيمه کې د شمل په خوړ کې جوړيږي، چې نن يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ياد سربند او کانال د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژه د نړيوال بانګ په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې په ۱۷ مياشتو کې بشپړيږي.

والي وويل، پردې کرنيزې پروژې باندې ۴۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په بشپړيدو سره به يې ۷ زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او ترڅنګ به يې ۶ زره کورنۍ د کانال له اوبو ګټه واخلي.

هغه وايي: ((ددغې پروژې په چوکاټ کې نه يواځې استنادي ديوال دی، بلکې د ۱۵۰ متره په اوږدوالي او د ۲۳ متره په عرض سره يو لوی سربند موجود دی او د دې ترڅنګ د يو کانال او استنادي ديوال په اساسي ډول جوړيدل دي.))

د حاجي عصمت الله په نوم د لکڼو د سيمې يو تن قومي مشر پژواک ته وويل، ددې سربند او کانال په جوړيدو سره به هغه کرنيزې ځمکې چې د اوبو د نشتون له امله شاړې پرتې دي، بېرته ابادې شي.

هغه زياتوي: ((دا سربند زموږ له سيمې ۹ کيلومتره لرې دی. کله به چې په خوړ کې اوبه راغلې، نو زموږ سربند به يې له منځه يوړو، ځکه چې له شګو مو جواړوه، خو چې انتظار به مو ورته کولو، نو په خوړ کې به اوبه وچې شوې او زموږ فصلونه به همداسې پاتې شول.))

د حاجي قدرت الله په نوم د لکڼو د سيمې يو بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، د دوی خلک له کروندګرۍ پرته بل کوم د ګټې وټې کار نه لري او ددې سربند او کانال په جوړيدو به يې په کرنيزو محصولاتو کې يو څه زياتوالی راشي.

هغه زياته کړه: ((ځمکې ته چې اوبه ورسيږي، نو دوه چنده حاصل به ورکوي، نو اوس به زموږ په محصولاتو کې زياتوالی راشي، د خلکو ستونزې به ورسره حل شي. موږ په همدې يوې پروژې بسنه نه کوو او په دې برخه کې نورې پروژې هم غواړو.))

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، په خوست کې د نورو پرمختيايي پروژو ترڅنګ د اوبو د ښه مديريت او مهارولو لپاره يې له حکومتي مشرانو سره په اړيکه کې دی، څو د خوست د حاصل خيزو ځمکو نه استفاده وشي او د حاصلاتو کچه لوړه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي