ګردېز(پژواک،٥ليندۍ٩٦): په ګردېز کې مېشت د بنوزيو قوم ګڼو اوسېدونکو په ياده سيمه کې د مامورينو ښارګوټي جوړېدو پر ضد لاريون وکړ او د خوست ــ کابل لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.
لاريون کوونکي وايي چې د جوړېدونکي ښارګوټي ۳۲۵۰ جريبه ځمکه د دوی ملکيت دی او دولت ترې په غير قانوني ډول نيولې او کورونه يې ور نړولي دي.
د ياد قوم يو مشر حاجي عبدالله وويل چې دا يې د پلرونو او نيکونو ځمکه ده، کرنه يې په کې کړې او تر هغه به لاريونونو ته دوام ورکړي چې حق يې ورکړل شوی نه وي.
دی تور لګوي چې دولتي مسوولين له زورواکو د غصب شوو ځمکو د راګرځولو توان نه لري.
هغه زياته کړه: ((حکومت دې د رباط خواته او د رادارو ځمکه راوګرځوي، چې رښتيا غصب شوې ده؛ دا زموږ د خپل پلار، نيکه ځمکه ده، په لحاظ د خدای غږ مو اشرف غني ته ورسوئ چې په بد حال مو خبر شي، کورونه يې را ړنګ کړل، چېرته ولاړ شو. دا مو خپله ځمکه ده او هيچا ته به يې ورپرې نږدو.))
بل لاريون کوونکي رسول خان وويل چې دوی د ځمکو شاوخوا سل کلن اسناد لري او په دې ځمکه کې د کر لپاره کرنې رياست غنم هم ورکړي دي.
خان وايي چې دوی مخکې هم له حکومت سره د همکارۍله مخې ۲۰۳ تندر قول اردو ته زرګونه جريبه ځمکه ورکړې، خو دا ځل ځمکه ترې په زور او د دوی له رضايت پرته نيول کيږي.
ده وويل: ((زما په لاس کې دا د ځمکې اسناد د ۹۷ کلونو دي، بنوزي شاوخوا دېرش زره نفوس لري، چېرته ځای ورکوئ، هغوی هم د استوګنې حق لري، دا يې پدري ځمکه ده، له دې کاره دې لاس واخلي، کنه بيا به مسووليت د دولت پر غاړه وي.))
د پکتيا د ولايتي شورا غړی حفيظ الله مبارز هم د خلکو د کورونو په نړولو خواشينی دی او وايي دا چاره بايد له خلکو سره تفاهم ته له رسېدو مخکې نه وای شوې.
مبارز پژواک ته وويل: ((پرون چې کوم اقدام شوی دی، دا ښه نه و او تر هغه بايد نه وای شوی، تر څو چې د بنوزيو له سپين ږيرو او مشرانو سره د مشورو او سلا له لارې دا مسله حل شوې وای، موږ د ولس استازي يو، له دې وروسته هم کوم حق چې د ولس دی هغه به خلکو ته ورکوو او کوم چې د دولت دی هغه به دولت ته ورکوو.))
خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې پر دې ځمکه د ښارګوټي جوړېدو قانوني مراحل شاوخوا اووه کاله وړاندې طى شوي و، خو وروسته يې د ځينو زورورو او غصب کوونکو له خوا چارې درول شوې وې.
کټوازي وويل چې په سيمه کې هم ډېری خلکو سره تفاهم ته رسېدلي او دا يې منلې چې ځمکه دولتي ده، خو په خبره يې چې ځينې نور يې بيا نه مني.
login or register a new account.