منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد ښار کې د پلو لارو جوړولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٦): د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۳۸ ميليونه افغانیو په لګښت د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې .

دننګرهار د والي وياند  عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پروژه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د نږدې ٣٩ ميليونه افغانيو په مالي لګښت پلې کېږي.

هغه زياته کړه، چې ددې پروژې په ترڅ کې به د جلال اباد ښار د شاوخوا شل زره متره مربع په اوږدوالي له دو سړکې څخه څخه تر ژاندرما پله پورې د پلې لارې پر مزايکو جوړول کېږي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل وایي،د ښاروالۍ تخنیکي ډلې يې له يادو چارو څخه څارنه کوي

د نوموړي په وينا،  په نږدې راتلوونکي کې به یې چارې بشپړې او پر یو شمیر نورو سیمو کې به نورې ورته چارې پیل کړي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه