مهترلام (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۶): د لغمان ولايت چارواکي وايي، اوسمهال په دغه ولايت کې د يو نيم ميليارد افغانيو په لګښت ۷۸ رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به يې د دغه ولايت تر نيمايي ډېرو خلکو ته ګټه ورسېږي.
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ليندۍ په ١٥مه د مهترلام ښاروالۍ له لوري د يوه سړک جوړولو د کار د پيل پر مهال خبريالانو ته وکړې.
هغه زياته کړه، دغه سړک چې د څه باندې ١٢ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې جوړېږي، ۶۳۰ متره اوږدوالى لري او د سړک د دواړو غاړو د ویالو، د پليو لارو. حفاظتي دېوال او شنو نمونه یي سیمو جوړول هم شامل دي.
نعيمي وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې ۷۸ رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي چې د يو نيم ميليارد افغانيو لګښت پرې راځي.
هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د ولسواليو او ولايت نښلېدونکو سړکونو پخول، د ولايت د حلقوي سړک او نورو فرعي سړکونو رغونه، د دولتي ودانيو او تاسيساتو رغول او ودانيو، پارکونو او ځايونو بيا رغول شامل دي.
د والي په وينا، په دغو پروژو کې د ولايت د رغونې تر څنګ زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې چې ورسره د امنيت ټينګښت کې يې هم مرسته کړې ده.
نعيمي وايي، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د لغمان تر نيمايي زيات خلک له دغو پروژو په مستقيم او په غير مستقيم ډول ترې ګټه پورته کړي.
والي دا هم وويل، ځکه يې د لغمان او ننګرهار قومي خلک او مدني فعالان دغه جشن ته رابللي چې د لغمان په اړه يو مثبت غږ خپور شي او په دې برخه کې يې د رسنيو ونډه هم مهمه ياده کړه.
د لغمان والي د پروژو په ښه تطبيق، د چارو په روڼتيا او د پروژو په ساتلو کې د خلکو پر رول ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې ولسونه دې دغو برخو ته پوره پاملرنه وکړي.
د مهترلام ښار يوه اوسېدونکي ګل احمد محبت پژواک اژانس ته وويل، لغمان کې چې په تېرو دوو کلونو کې د رغونې په برخه کې څومره کارونه شوي، تېر کې يې هېڅ ساری نه ليدل کېږي.
هغه پر خپلو خبرو ټينګار وکړ چې د بيارغونې د چارو د چټکتيا تر څنګ دې ولايتي اداره په چارو کې روڼتيا ته هم پاملرنه وکړي.
د دغه ولايت يوه مدني فعال عمران الله خنجر خوښي وښوده چې د دغو پروژو په تطبيق سره نه يوازې لغمان ته ښکلا ور په برخه کېږي، بلکې د دغه ولايت زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
يو مدني فعال خان محمد عمرزی وايي، پخوا يې د لغمان په اړه د نا امنۍ تصوير په ذهن کې درلود، خو د دغو پروژو په ليدو ورته جوته شوه چې لغمان اوس د پخوا په څېر نا امن نه دی.
د يادولو ده، تر دې څه موده وړاندې د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم لغمان ولايت ته د دغه ولايت له رغنيزو پروژو د ليدنې په پار سفر کړی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










