منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نيمروز کې د ښځينه پوليسو لپاره ځانګړي اداري دفترونه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

​زرنج (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د ښځينه پوليسو لپاره د زرنج ښار په دوو امنيتي حوزو کې د اداري د فترونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د نيمروز والي محمد سميع په همدې اړه جوړو شوو مراسمو ته وويل چې په بېلابېلو برخو کې د ښځينه پوليسو لاسته راوړنې ستايي او په ټوله کې د ولايت پوليس د خلکو د ساتنې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي چې تر څنګ يې ښځينه پوليسې هم مهم رول لوبوي.

د نيمروز والي وويل چې غوره حکتومتولي د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه کېږي او دا کار د نيمروز د ځايي ادارې يو پلان دى چې له ښې کچې نه غوره کچې ته ورسېږي.

د نيمروز امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال احمد خان وويل چې د ښځينه پوليسو درې اداري ودانۍ(د لومړۍ حوزې، دويمې حوزې او امنيې قوماندانۍ اداري ودانۍ) د UNDP دفتر د ١٣٦ زره امريکايي ډالرو په مرسته په دوو مياشتو کې جوړې او ګټه اخيستنې ته به وسپارل شي.

د نيمروز ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو له ليکو سره د ښځو د يو ځاى کېدو لېوالتيا زياته شوې او اوسمهال نږدې ٥٠ ښځې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده اجرا کوي.

د نيمروز امنيې قوماندانۍ د ښځو برخې مشرې شکيبا وويل: ((موږ د ملګرو متلونو د UNDP برخې له مرستې و همکارۍ مننه کوو چې د دوو کلونو په ترڅ کې يې له ښځينه پوليسو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او اوسمهال يې هم د يادو ودانيو په رغونه کې مالي مرسته کړې ده.))

هغه زياته کړه چې هره ودانۍ درې خونې، حمام او تشناب لري چې د ښځينه پوليسو لپاره يې زياتې اسانتياوې رامنځته کړې دي، خو اوسمهال ښځې په دې برخو کې ستونزې لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه