جلال اباد (پژواک، ١٩ ليندۍ ۹۶): د پژواک موندنې ښيي چې د ولسمشر له حکم سره سره له تېرو دوه کلونو راهيسې په ننګرهار هېڅ د ځمکو کوم لوى غاصب نه دى محاکمه شوى.
دوه کاله وړاندې ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته د سفر پرمهال د ياد ولايت چارواکو ته د ځمکو د لويو غاصبينو د نيولو او حتى د ويشتلو حکم کړی و.
د ننګرهار ولايت مدني ټولنې، ولايتي شورا او عام خلک د دغه ولايت چارواکي د ځمکو د غصب په اړه د ولسمشر د امر په تطبيق کې پر پاتې راتلو تورنوي.
که څه هم د ننګرهار ولايتي ادارې د ځمکو د غصب مخنيوي کمپاينونه په لاره واچول او ځيني کسان يې هم ونيول، خو لا تر اوسه داسې اقدام نه دی شوی چې د دغه ولايت پراخې غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبينو را وګرځول شي.
په دې موده کې تر اوسه يوازې ۹۷ جزايي او حقوقي قضيې د محکمې تر مېزه رسېدلې، خو هېڅ لوی غاصب په کې نشته، حال دا چې په دغه ولايت کې د زرګونه جريبه ځمکو غاصبين هم موجود دي.
په ننګرهار کې د ځمکو د غصب په تړاو د يو خپور شوي راپور له مخې، د دغه ولايت نږدې درې سوه زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې او داسې غاصبين هم په کې شته چې زرګونه جريبه ځمکه يې غصب کړې ده.
د راپور له مخې، د ننګرهار په روداتو، لعل پورې، مومندرې، کوټ، غني خېلو، هسکې، کامې، دوربابا، سره رود، چپرهار، حصارک او يو شمېر نورو ولسواليو کې ۱۱۰۶ کسانو ۲۷۵۸۵۶ جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.
ولايتي اداره په دې برخه کې د لسګونو کسانو د نيولو او سلګونه جريبه ځمکې راګرځولو خبره کوي، خو نيوکه کوونکي وايي، تر اوسه لوی غاصبين نه دي نيول شوي او يوازې هغه کسان نيول شوي چې د سرپناه په خاطر يې څو بسوې ځمکه غصب کړې ده.
د خلکو نيوکې او اندېښنې
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب پر وړاندې مبارزې نمايشي دي او تر اوسه ولايتي مسوولينو د يوه لوی غاصب دروازه لا نه ده ټکولې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د غصب په نوم په نمايشي کمپاينونو کې يوازې هغه کسان نيول کېږي او ځمکې ترې ګرځول کېږي چې د سرپناه په خاطر يې دوه درې بسوې ځمکه کې کور جوړ کړی وي.
د شورا بل استازی سيد مهدي پاچا هم نيوکه کوي چې د ځمکو د غصب په اړه د ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو کړې هڅې نيمګړې او نمايشي دي.
د هغه په وينا، ولسمشر دوه کاله وړاندې د ننګرهار ولايتي ادارې ته د ځمکو د غاصبينو د نيولو او حتی د ويشتلو امر کړی و، خو تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
مدني فعال او د چارو کارپوه محمد انور سلطاني هم د ځمکو د غصب مخنيوي په اړه د ولايتي ادارې پيل شوي کمپاين ته د شک په سترګه ګوري او وايي، تر اوسه د سلګونه او زرګونه جريبه ځمکو غاصبين نه دي نيول شوي، يوازې يې مظلوم خلک نيولي دي.
د نوموړي په باور، د ځمکو مافيا ځمکې غصب کړې چې خپله ولايتي مسوولين هم ورسره لاس لري.
د ملک شاه زمان په نوم يو قومي مخور وايي، په ننګرهار کې د ځمکو غصب، انسان تښتونې، د نشه يي توکو قاچاق او ټولو ګډوډيو کې څلور کورنۍ لاس لري چې مخنيوي کوونکي ادارې يې تر ډېره تر تاثير لاندې دي.
هغه زياته کړه: ((ځيني پخواني قوماندانان، زورواکي او چارواکي په خپله په غصب کې لاس لري، د نورو غاصبينو ملاتړ کوي، خو څوک يې مخه نه شي نيولى.))
ولايتي اداره
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د ولسمشر له امر وروسته په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب د مخنيوي ځانګړی کمېسيون رامنځته شوی چې تر اوسه يې سلګونه جريبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې او لسګونه کسان يې په تور نيولي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، ياد کمېسيون خپلې چارې د والي تر نظارت لاندې مخې ته وړي او پايلې يې ښې ورکړې دي، په نيول شوو کسانو کې لوی او واړه ټول شامل دي.
د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې دغې ادارې د ځمکو د غصب په تور لسګونه کسان نيولي او له منګولو يې زرګونه جريبه دولتي ځمکه راګرځولې ده.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالجميل تتمدره يي پژواک ته وويل، د ولسمشر له حکم وروسته لومړی د تازه غصب مخه نيول شوې او بيا د غصب شوو ځمکو پر وړاندې کمپاين پيل شوی دی.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د ۱۳۹۵يم کال د وري له لومړۍ نېټې د ۱۳۹۶ کال د لړم تر ۲۹مې نېټې يې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر د امر په پلي کولو کې ډېرې هڅې کړې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ځمکو ۲۳۳ غاصبين نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي او دغه راز ۶۶۷۴ جريبه دولتي ځمکه راګرځول شوې ده.
خو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ونه ويل چې په نيول شوو کسانو کې لوی غاصبين هم شامل دي او که نه؟
عدلي او قضيايي ارګانونه
د ننګرهار د عدليې رياست چې د دولتي ځمکو د غصب دوسيې ورته د څېړنې په موخه ورځي، وايي تر اوسه يې يوازې د ځمکو د غصب ۲۰۰ دوسيې ترلاسه کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امنيې قوماندانۍ له خوا له نيول شوو ۲۳۳ کسانو څخه يوازې ۱۸ يې دغې ادارې ته سپارل شوي دي.
د عدليې رياست د دولتي ځمکو او املاکو امر نصيراحمد خاموش پژواک اژانس ته وويل، په تېرو دوو کلونو کې ورته يوازې د ځمکو د غصب ۲۰۰ قضيې ورغلې، خو امنيې قوماندانۍ ورته يواځې ۱۸ غاصبين سپارلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخېؤ په ياده موده کې دوی يوازې ۲۴ سوه جريبه ځمکه ثبت کړې چې دولتي ده او د پاتې نورو دوسيو په تړاو څېړنې روانې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، له ورسپارل شوو دوه سوه دوسيو څخه ۱۵ هغه يې نهايي شوې او محکمې ته د پرېکړې په خاطر استول شوې دي.
د ننګرهار د استيناف محکمې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې دوی ته د ځمکو د غصب ۲۵ جزايي او ۸۲ حقوقي قضيې وړاندې شوې چې په کې يوازې د ځمکو ۱۵ غاصبين له دوو مياشتو تر يوه کال بنده محکوم شوي دي.
د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده پژواک اژانس ته وويل، د استيناف محکمې اړوند محکمو ته د ۱۳۹۵ کال له پيل څخه د کال تر پای پورې د ځمکو د غصب ۱۷ جزايي قضيې ورغلې چې له دې جملې يې د نهو قضيو ديارلس تنو ته له دوو مياشتو څخه تر يو کال پورې د تنفيذي بند سزا ورکول شوې او پاتې نورې قضيې يې د نيمګرتياوو له امله په قضايي قرار او يا هم مکتوب مستردې شوې دي .
دی وايي، دغه راز د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې د ځمکو د غصب ۵۰ حقوقي قضيې محکمې ته محول شوې چې ټولو ته پر خپل وخت رسيدګي شوې ده.
قاضي زاده زياته کړه، د ۱۳۹۶ کال له پيل څخه تر دې مهال اته ۸ جزايي قضيې چې له جملې يې په دوو قضيو کې دوو تنو ته د څه باندې شپږو شپږو مياشتو تنفيذي بند سزا ورکول شوې ده، پاتې نورې يې هم د نيمګرتياوو له امله په قضايي قرار او يا هم مکتوب مستردې شوې دي.
همدارنګه دی وايي، د روان کال د لړم مياشتې تر پايه ۳۲ حقوقي قضيې محکمې ته محول شوې چې ټولو يادو قضيو ته پر خپل وخت رسېدنه شوې ده.
د محکمې رييس وايي، تر اوسه ورته د دوو جريبو ځمکو له غصب څخه د ډېر غصب کوونکي قضيه تر مېزه نه ده ور رسېدلې.
که څه هم ننګرهار ته د راتګ پر مهال ولسمشر دلته دولتي او امنيتي چارواکو ته په جدي انداز کې د غاصبينو د نيولو امر کړی او په دې وروستيو کې يې د ځمکو د غاصبينو په تړاو ځانګړې محکمه هم رامنځته کړه، خو تر اوسه د ځمکو لوی غاصب نه دی محاکمه شوی.










