منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد ښاروالۍ د لسګونه میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې کارونه پیل کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۶):  د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي چې روان مالي کال کې یې د ښار دننه د لسګونه میلیونه افغانیو په لګښت د رغونې ګڼ شمېر کارونه پیل کړي دي.

دوی وایي، په روان مالي کال کې یې تر اوسه پورې له ثابتو او غیر ثابتو عایداتي لارو څخه ۲۷۲ میلیونه افغانیو عواید را ټول کړي دي.

خو بلخوا مدني فعالان او د جلال اباد ښاريان بیا د ښاروالۍ کارونه په نشت حسابوي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال حکیم الدین عمرخېل د ليندۍ په ۲۰مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د يوې مطبوعاتي غونډې پرمهال خبريالانو ته د خپلو يو کلنو فعاليتونو په تړاو معلومات ور کړل.

عمرخېل وویل، په ښار کې دننه یې روان کال لسګونه رغنيزې پروژې پلې کړي، چې د سړکونو او ودانيو جوړول په کې شامل دي.

هغه وويل: ((په دغو رغنيزو چارو کې د ۲۲۸ کیلومتره ویالو، ۵۳ پلچکونو، ۱۸۴ فلزي او کانکريټي کثافت دانيو او  د ښاروالۍ دننه د درېيم منزل تعمير جوړول او دغه راز د قاسم اباد ښارګوټي سړک جغل اچونه او له کابل اډې تر رينګ روډ پورې پر سړک قير اچونه شامل دي.))

نوموړي دغه راز د ښار په مختلفو سيمو کې د نيالګيو ايښودل، د لارو د سمون په خاطر د اغزن سيم غځول او ځينو نورو مسايلو ته هم اشاره وکړه.

سرپرست ښاروال وایي، په روان کال کې یې تر اوسه پورې د ښار له څلورو دروازو او د دغې ادارې له بېلا بېلو عاید لرونکو لارو څخه ۲۷۲ میلیونه افغانۍ را ټولې کړې دي.

خو عمرخېل وايي، د دوی دغه عوايد د جلال اباد ښار د چارو د تنظيم او رغونې لپاره بسنه نه کوي او بايد نورې مرستندويه ادارې او ښاريان هم په دغه برخه کې ونډه واخلي.

هغه زياته کړه: ((اوس هم موږ د خصوصي سکتور په همکارۍ يو پارک رغولی، د دوو شرکتونو سره قراداد لرو چې د ښار په پاکوالي کې برخه اخلي او کثافات ټولوي.))

خو بلخوا مدني فعالان او د جلال اباد ښاريان بیا د ښاروالۍ کارونه په نشت حساب بولي او وایي،  په لوی لاس ډېری عواید له دوی څخه فرار کوي.

مدني فعال عبدالرحمن معاون پژواک ته وويل، په جلال اباد ښار کې ډېری خپلسریو او د فساد زیاتېدو ته په لوی لاس د ښاروالۍ مسوولینو لاره هواره کړې ده.

هغه وویل، د ښار په څلورو دروازو کې د ښاروالۍ عوایدو باندې چور تالان روان دی چې تر شا یې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم ښکیل دي.

په ختیځ کې د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر عبدالطیف واحدي د ښاروالۍ په مسوولینو نیوکه کوي چې ولې یې د عوایدو د کمېدو عوامل تر اوسه نه دي حل کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی شاکر الله وایي،په دغې ادارې کې کار اهل کار ته نه سپارلو له امله پراخ فساد ته لاره هواره شوې ده.

د جلال اباد سرپرست ښاروال هم په خپله اداره کې د عوايدو د فرار او فساد خبره نه ردوي خو وايي، د دې ستونزې د حل په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د ستونزو د حل او فساد مخنيوي په برخه کې ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین په داسې حال کې د تېر مالي کال د لاسته راوړنو په اړه ولس سره معلومات شریکوي، چې د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، خپله ۷۵ سلنه بودیجه یې مصرف کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه