کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د پلازمېنې کابل په ختيځ کې د پراختيايي پروژو ترسره کولو او دغه راز د هديرو لسګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې چې د يادې قضيې اصلي تورن کسان يو شمېر زورواکي او د ملي شورا استازي دي.
غصب شوې ځمکې د بګراميو ولسوالۍ اړوند دي چې په ١٣٤٩ کال کې د دولت له لوري په درېیو څرګنده برخو وېشل شوې وې. يوه برخه (ټوټه) چې د ګوسفنددرې په سيمه کې ده، شاوخوا نهه زره جريبه ځمکه ده چې د هستوګنيزو ښارګوټو، تحصيلي او صنعتي مرکزونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه.
ګوسفند دره
ياده درې ټوټې دولتي ځمکه په ټوليز ډول ٤٥ زره جريبه ځمکې ته رسېږي چې په “کادستري ځمکو” او بېلابېلو نومونو نومول شوې دي چې يوه برخه يې په ګوسفند دره کې د دې لپاره چې د سترو پروژو پلې کولو لپاره په پام کې نيول شوې وه، د دوو نورو برخو په پرتله د غاصبينو د ډېر پام وړ ده.
با خبره حکومتي سرچينو له پژواک سره د خپلو خبرو پر مهال ويلي چې د دوى ډېرى اطلاعات په ګوسفند دره کې د ځمکو له غصب څخه دي، خو ټينګار کوي چې په پاتې دوو نورو برخو کې هم د غصب لړۍ پراخه ده.
ګوسفند دره د بګراميو ولسوالۍ يو لرې پروت کلى دى چې د کابل په ٢٠ کيلومترۍ کې موقعیت لري.
ګوسفند دره کې د غصب شوې ساحې پراختيا
د بګراميو ولسوال احمد شفيع سوله مل پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت په ١٣٨٩ لمريز کال کې د پخواني دولت د پرېکړې پر بنسټ هوډ وکړ چې د ګوسفند درې په ځمکو کې د کابل د ختيځ اوسېدونکو لپاره عمومي هدیره، د ښوونکو او کډوالو لپاره ښارګوټي، د کانونو ملي انسټيټيوټ او صنعتي پارک جوړه کړي.
هغه وويل چې دغو ځمکو له هماغه وخت وروسته اقتصادي اهميت پيدا کړ چې اوسمهال د يادې سيمې شاوخوا اتيا سلنه (٨٩٤٩) جريبه ځمکه غصب شوې ده.
ولسوال زياته کړه: “د يادو ځمکو يوه برخه زموږ د هغو هېوادوالو له لوري چې د هېواد له بېلابېلو برخو د جګړې له امله بېځايه شوي، غصب شوې او دغو کسانو په کې په خپلسري ډول کورونه جوړ کړي، خو ډېره برخه يې د زورواکو له لوري غصب شوې ده.”
د ځمکو خپلواکې ادارې او کابل ولايت له خوا د ګوسفند درې ځمکو د دولتي والي تاييد
د ځمکې خپلواکې ادارې وياند غلام حسين رحماني پژواک ته وويل، په ١٣٤٩ کال کې د کابل په ختيځ کې د دولتي ځمکو سروې وشوه او په درېيو بېلابېلو ټوټو (۱۴۲۱، ۱۴۲۲ و ۱۴۲۶) ووېشل شوې او بيا په ١٣٨٩ لمريز کال کې دولت پرېکړه وکړه چې د ګوسفند درې په ۱۴۲۶ قطعه کې پراختيايي پروګرامونه په پام کې ونيسي.
هغه وويل، د يادې پرېکړې پر بنسټ دوه زره جريبه ځمکه کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو، دوه زره جريبه ځمکه ښوونکو ته د ښارګوټي جوړولو، دوه زره جريبه د صنعتي ښارګوټي، ٥٠٠ جريبه ځمکه د کانونو انسټيټيوټ او شاوخوا ٢٥٠ جريبه ځمکه د کابل د ختيځ اوسېدونکو لپاره د عمومي هديرې لپاره ځانګړې شوه او لارښوونه وشوه، څو د دغه کار لپاره اړوند نقشې چمتو شي.
خو د اراضي خپلواکې ادارې وياند وويل: “له بده مرغه د ګوسفند درې ځمکې او شاوخوا سيمې يې د مفسدو، زورواکو، غير مسووله وسله والو او د تورو پيسو لرونکو کسانو له لوري غصب شوې دي.”
هغه زياته کړه: “د ولسمشرۍ ماڼۍ د ٤٥ حکم پر بنسټ چې يوه-يوه کاپي يې د کورنيو چارو وزارت، د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ، اراضي ادارې او يو شمېر نورو ادارو ته هم لېږل شوې، په څرګند ډول راغلي چې د دغو ځمکو د غصب مخه ونيسي او غصب شوې ځمکې بېرته بايد دولتي ملکيت ته راستنې شي، خو په دې برخه کې تر اوسه پورې ګام نه دى پورته شوى.”
د ځمکو خپلواکې ادارې وياند د يادو زورواکو د نوم له اخيستو پرته وويل، په دغو کسانو کې يو شمېر سيمه ييز مخور او د ملي شورا استازي شامل دي چې قضايي خونديتوب لري.
د کابل والي محمد يعقوب حيدري وويل، د پارلمان وکيلانو په ګډون يو شمېر کسانو د کډوالو په نوم په ياده سيمه کې ځمکې غصب کړې او بيا يې پر کډوالو پلورلې دي.
د هغه په وينا، ګوسفند دره کې له اته زره جريبه زياته ځمکه غصب شوې او ان تر دې چې هېواد ته نوو راستنو شوو کډوالو هم په ياده سيمه کې د کورونو او ښوونځيو پر جوړولو پيل کړى دى.
د ځمکو د غصب اصلي تورن کسان
د ځمکو خپلواکې ادارې يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې په ياده سيمه کې د غصب اصلي تورن کسان د ولسي جرګې استازى الله ګل مجاهد، د کوچيانو استازى شېرعلي احمدزى او د لوګر استازى اکبر ستانکزى، او د شېرعلي احمدزي ورور حاجي منجى دي.
د هغه په وينا، دغه کسان په ښکاره ډول او د پردې تر شا د ګوسفند درې د ځمکو په غصب کې ښکېل دي.
يادې سرچينې څرګنده کړه، حکومت څو ځلې هڅه وکړه څو يادې غصب شوې ځمکې بېرته له يادو کسانو را وګرځوي، خو د سيمې د خلکو د وسله وال چلند له امله دغه طرحه عملي نه شوه.
د اراضي خپلواکې ادارې د ياد کارکوونکي په وينا، ياد کسان پر دې سربېره چې د ګوسفند درې ځمکو په غصب کې لاس لري، د پاتې دوو نورو ټوټو ځمکو ځينې برخې هم د يادو کسانو له لوري غصب شوې چې له دې ډلې يې په ١٤٢١ او ١٤٢٢ قطعو کې په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملا تره خېل له لوري ٣٥ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې له جعلي اسنادو څخه په ګټې اخیستو يې په کې د “سناتور جنت ګل خان” په نوم ښارګوټى جوړ کړى دى.
هغه وويل: “ولسمشر کرزي په يوه حکم کې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې وه چې د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې هېواد ته راستنېدونکو کوچيانو ته يوه-يوه نومره ځمکه ورکړي او ملا تره خېل هم د ولسمشر له ياد حکمه ناوړه ګټه پورته کړې او په ګوسفند دره کې يې ٢٤زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.”
د ځمکو خپلواکې ادارې ياد کارکوونکي څرګنده کړه چې د ولسي جرګې بل استازی الله ګل مجاهد هم په يو ډول په ياده قضيه کې ښکېل دى.
هغه وويل: “کله چې په ياده سيمه کې د دولتي ځمکو راګرځولو موضوع مطرح شي، الله ګل مجاهد په کې لاسوهنه کوي او وايي چې د ګوسفند درې اوسېدونکي يې موکلين دي او د خپلو موکلينو له حق څخه د دفاع لپاره چا ته اجازه نه ورکوي چې ځمکې يې څوک ترې واخلي.”
د هغو بنسټونو د استازو نظر چې ځمکه ورته اختصاص شوې ده
د افغانستان د صنايعو ټولنې مرستيال عبدالجبار ساپى وايي چې په ١٣٩٢ کال کې حکومت په ګوسفند دره کې د صنعتي ښارګوټي جوړولو په اړه له صنعت کارانو سره هوکړه کړې وه.
هغه وويل: ((په دې ساحه کې صنعت کارانو ته د دوه سوه جريبه ځمکې د ورکړې په اړه د حکومت له دغه تصميم وروسته له ځينو صنعت کارانو او د ځينو ادارو له چارواکو سره ساحې ته ولاړو، پام مو شو چې د نا مسووله اشخاصو له لوري غصب شوې او په کې کار روان دى.))
ساپي زياته کړه: ((هماغه مهال مو ارګ، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او کابل ولايت ته مکتوب واستاوه او د ګوسفند درې د ځمکو د غصب په اړه چې تازه پيل شوى و، خپله اندېښنه مو څرګنده کړه او حتى خبري کنفرانس مو ورکړ، خو حکومت خپل مسووليت ادا نه کړ.))
نوموړي زياته کړه، که چېرې ځمکه صنعت کارانو ته ورکړل شوې واى، د څه باندې ٨٠٠ کارخانو لپاره زمينه برابرېده چې ٥٠ زره کارکوونکي به يې درلودل.))
د کډوالو چارو وزارت
د کډوالو چارو وزارت يو چارواکی وايي، دغه وزارت په پلان کې درلود چې په ګوسفند دره کې د دغه وزرات پر دوه زره جريبه ځمکه يو ښارګوټى جوړ کړي چې په جوړېدو سره به يې د سلګونه کډوالو کورونيو لپاره د سرپناه زمينه مساعده شي، خو اوسمهال د دغه پروګرام عملي کېدل د دې ساحې د ځمکو د غصب په سبب امکان نه لري.
د لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو وزارت يوه چارواکي وويل، دغه وزارت غواړي چې د افغانستان د کانونو د ملي انسټيټيوټ جوړولو طرحه د هندوستان په مالي مرسته په ٥٠٠ جريبه ځمکه کې جوړه کړي، خو دغه پروګرام په ګوسفند دره کې د ځمکو د غصب په سبب له سونزې سره مخ شوی دی.
ښاروالي او د کابل د ختيځ لپاره د هديرې جوړولو طرحه
د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني وويل، ټاکل شوې وه چې د کابل د ختيځ عمومي هديره په ٢٥٤ جريبه ځمکه کې په ګوسفند دره کې جوړه شي، حتى د احاطې جوړولو قرارداد يې هم له يوه شرکت سره لاسليک شوى و، خو دا طرحه د ځمکو د مافيا او زورواکو د مخنيوي په سبب تر اوسه نه ده عملي شوې.
د کابل ښار د ١٢مې ناحيې مشر صفي الله عبدي وويل: ((دا ځمکه د ارزان قيمت د اوسېدنکو د وړانديز پر اساس چې ستره استوګنيزه ساحه ګڼل کېږي، هديرې ته ځانګړې شوې وه، خو له بده مرغه چې زورواکو د کابل ښاروالۍ مخنيوى وکړ او د هديرې د احاطې جوړونې قراردادي شرکت يې ګواښلى و، دغه شرکت له همدې امله مجبور شو چې کار ودروي.))
عمومي هديرې ته د ځانګړې شوې ساحې په اړه د ځايي خلکو د استازي نظر
د دوولسمې ناحيې يوه وکيل محمد زمان د دې ناحيې د خلکو په استازولۍ وويل: ((خبر شوو چې د دې ناحيې د هديرې لپاره ځانګړې شوې ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې، حکومت هم تر اوسه نه دى توانېدلى چې بېرته يې ترې را وګرځوي.))
هغه زياته کړه: ((که چېرې حکوت د دې توان نه لري چې د هديرې ځمکه د ځمکې د مافيا له لاسه وژغوري، نو بايد يوه بله ساحه راته مشخصه کړي، څو د خلکو د هديرې د نشتوالي ستونزې حل شي.))
د ځمکې پر غصب د اصلي تورنو غبرګون:
الله ګل مجاهد
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد هم د ګوسفند درې د ځمکو په غصب کې د ځان د ښکېلتيا په رد سره وويل چې دا موضوع د ده د “نوم بدۍ” لپاره يوه “توطيه” ده.
هغه ادعا وکړه چې يو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي د دې ځمکو په غصب کې ښکېل دي او حکومت د خپلې کمزورۍ په سبب نه دى توانېدلى چې مخنيوى يې وکړي.
مجاهد زياته کړه: ((د ګوسفند درې اوسېدونکي د کابل ولايت اصلي اوسېدونکي دي، ما ته يې په ټاکنو کې رايه راکړې او زه يې خدمتګار يم.))
خو پر دې سربېره مجاهد زياته کړه: ((که چېرې دولت يا بل څوک د دې ځمکو د مالکيت ادعا کوي، د قضاياوو ادارې ته عريضه وکړي، هره پرېکړه چې وشوه، عملي دې شي.))
خو د ګوسفند درې ځمکې د غصب دوه نور اصلي تورن شېرعلي احمدزى او حاجي منجي احمدزى په دې اړه له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته حاضر نه شول، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو له استازي اکبر ستانکزي سره هم ټيلېفوني اړيکه ټينګه نه شوه.
ملا تره خېل
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملا تره خېل چې د ګوسفند درې شاوخوا د (١٤٢١ او ١٤٢٢ قطعو) ځمکو پر غصب تورن دى، په دې اړه يې په خپل غبرګون کې وويل: ((د سناتور جنت ګل خان ښارګوټى د ولسمشر د حکم او کابل ښاروالۍ د وړانديز له مخې د کوچيانو لپاره دى، دغه ښارګوټي خپل ټول قانوني معيارونه وهلي او د هر جريب ځمکې (شاوخوا ٣٥زره جريبه ځمکه) په بدل کې مو ښاروالۍ ته ٣٠ زره افغانۍ ورکړې دي.))
هغه زياته کړه: ((څوک چې د دې ځمکې د غصب ادعا لري، را دې شي، خپله ادعا دې په اسنادو او مدارکو ثابته کړي، دا يوازې تش تبليغات دي چې ځينې کړۍ يې زما پر ضد کوي، خو زه د دغه ښارګوټي د هر متر ځمکې ځواب وايم، دا يوه قانوني پروژه ده.))
ملا تره خېل وويل چې تر اوسه پورې په دغه ښارګوټي کې له کډوالۍ نه را ستنو شوو کوچيانو ته ٢٢٠زره کورونه، ٣٧٣ جوماتونه او ٢١ ښوونځي جوړ شوي دي.
له رسمي قبالې پرته د ځمکو د پلور او غصب دوام
په داسې حال کې چې د دې ساحې پراخه مشخصې برخې غصب شوې او زورواکي لکه د ولسي جرګې غړي تورن کېږي چې په غصب کې يې ښکېل دي، ځايي خلک وايي چې د دې ځمکو پلور په کوچنيو قطعاتو کې په پراخ ډول دوام لري.
د ګوسفند درې په ختيځ کې د(احمد اباد ښارګوټي) يوه چارواکي محمدالدين پژواک ته وويل چې د دغه ښارګوټي ځمکه يې د پارلمان له يوه وکيل نه اخيستې او ځينې برخې يې پلرنى ميراث دى، غواړي چې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې يو استوګنيز ښارګوټى جوړ کړي.
هغه وويل چې اوسمهال يې (د خلکو اړتيا له مخې) نقشه جوړه کړې او د دې ساحې ځمکه د (عرفي قبالې) پر اساس پلوري.
محمد الدين زياته کړه: ((د ځمکې هره نومره له درې تر پنځو بسوو (هره بسوه ١٠٠ متره مربع)) ده او هره نومره د ځمکې د موقعيت له مخې له ٢٠٠ زرو نه تر ٨٠٠ زره افغانيو پورې بيه لري، موږ پېرونکي ته عرفي قباله ورکوو او تضمين کوو چې څوک به نه پرې عارض کېږي، خو که حکومت پرې عارض کېږي، نو تضمين نه ورکوو.))
د المبارک په نوم د معاملاتو لارښوونې دفتر مسوول غلام حضرت پژواک ته وويل: ((دلته د کابل ښار د نورو برخو په څېر ځمکې ارزانه دي، يوه نومره ځکمه چې درې بسوې کېږي، له ٢٠زره افغانۍ نيولې تر ٥ سوه زره افغانيو پورې پلورل کېږي.))
هغه زياته کړه: ((ځمکه ډېره ده، د پلور لپاره له يوې بسوې نيولې تر ٥٠ جريبه پورې پيدا کېږي.))
غلام حضرت څرګنده کړه چې د ده دفتر د دې ځمکو د دولتي والي په اړه مسووليت نه لري، خو په دې باور دى چې د دې ساحې لپاره د دولت پروګرام نمایشي دی او عملي بڼه به خپله نه کړي.
په دې سيمه کې د ځمکې يوه پلورونکي موسى خان وويل چې دا یې د ولسي جرګې له يوه استازي پېرلې او په بېلابېلو ټوټو کې يې پلوري.
هغه زياته کړه: ((د ګوسفند درې اکثره اوسېدونکي د الله ګل مجاهد موکلين دي او همدا دره د الله ګل مجاهد له زور او برکته اباده شوې ده.
خو زمرى چې ادعا لري په دې ساحه کې د ٥٣ جريبه ځمکې مالک دى، پژواک ته وويل چې ځمکې يې پلرنى ميراث دى، خو زياتوي، پوهېږي چې د ګوسفند درې اکثره برخې د زورواکو او د ځمکې مافيا له لوري غصب شوې او حتى څو تنه د دې ځمکو ترلاسه کولو په شخړه کې وژل شوي هم دي، حکومت هم تر اوسه نه دى توانېدلى چې په دې اړه اقدام وکړي.










