منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۵ کتنې

کابل(پژواک، ٢٤ليندۍ ٩٦): ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې  ۱۲ وسله وال وژلي او ۶ نور  يې ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، پکتیکا، کندهار، فراه،فاریاب،  بغلان ، جوزجان  او هلمند   ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچينه وايي چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۹ طالبان  وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات يې نيول شوي ، دفراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۲ وسله وال  وژل شوي او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی ، ۶ تنه ټپیان ، د مهماتو یوه زېرمه او یو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي .

ملي دفاع وزارت زياتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶چاڼیز او  ۱۶خاص کومانډویي عملیات  د هېواد په پنځو ولایتونو کې تر سره شوي .

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه