کابل(پژواک، ٢٥ليندۍ ٩٦): په کابل ښار کې د ځينو کسانو زور کارول او له مسافر وړونکو موټرو د رشوت اخيستل پر بې نظمۍ سربېره ددې لامل شوي چې د زورواکو او رشوت ورکوونکو موټر بې نوبته کار وکړي او د نورو حق تر پښو لاندې شي.
د ترانسپورټ وزارت د بار وړونکي او مسافر وړونکي ترانسپورټ د انجسام او پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، د کابل ښار ترانسپورټي خدمتونه په ٣٣ مسيرونو او ٤٥٠ تمځايونو کې تنظيم شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه خدمتونه د کابل ښار په پنځو له ګڼه ګوڼې ډکو تمځايونو(شاه دو شمشېره(ع)، پامير سينما، سپاهي ګمنام چوک، ميرويس ميدان او سراى شمالي کې پلټلي دي.
د سراى شمالي تمځاى موټر چلوونکو شکايت نه درلود، خو ځينو يې په نورو څلورو تمځايونو کې چې ١٣ مسيرونه په کې شامل دي، وويل، هغه کسان چې په اوونيز ډول پوليس ترافيکو يا خپله د موټرو د تنظيم موظف شخص ته له ٧٠٠ تر ١٤٠٠ پورې افغانۍ ورکوي، کولى شي چې له تمځايونو بې نوبته مسافر اوچت کړي.
د موټرو په تمځايونو کې معلوليت لرونکي اشخاص د مسافر وړونکو ټولنو او شرکتونو له لوري د ترانسپورټ وزارت له اړوندې برخې سره د همغږۍ له مخې ګومارل شوي او له هر موټر نه له لسو تر ٢٠ پورې افغانۍ اخلي.
موټر چلوونکي وايي، کوم کسان چې ترافيک پوليسو ته پيسې ورکوي او يا يې موټر د زور واکو اړوند دي، کولى شي چې هره روځ له يوه مسيره څو د هغه چلوونکو په پرتله زيات تګ راتګ وکړي چې پيسې نه ورکوي.
د زور واکو له لوري د واټونو غصب
د ميرويس ميدان(کوټه سنګي) پله ته نږدې د موټرو بې نظمي اوج ته رسېدلې. په دې ساحه کې د ليني موټرو تمځاى نشته، خو د زر واکو د افرادو اړوندو لسګونه مرسديس موټرو له دې ځايه د واټ د حرکت خلاف مسافر اوچتوي.
ددې مسير موټر چلوونکى جاوېد وايي چې د کمپنۍ د موټر تمځاى له سپين غر روغتون سره نږدې دى، خو د زور واکو مټر له هراتي سراى نه تر کوټه سنګي پله پورې سلګونه متره بې لاسه واټن وهي او هلته په زور سره مسافر اوچتوي.
هغه وويل چې پوليس ددغه غير قانوني کار مخنيوى نه کوي، زياته يې کړه:((که موږ پنځه پېرې وکړو، دوى( د زور واکو موټر) اته پېرې کوي.))
نوموړي زياته کړه چې ددې لين نيمايي مسافر وړونکي موټر په زور واکو پورې اړه لري او پاتې نور يې د بېوزله خلکو دي چې د ترافيکو قانون مطابق په مشخص تمځاى کې درېږي او د مسافرو د موندلو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د پژواک خبريال د ميرويس ميدان د ترافيک پوليسو غرفه کې د پوليسو له موظفينو سره خبرې کولې چې يو موټر چلوونکى غرفې ته را ننوت او د خپل موټر د هغه نمبر پليټ د بېرته اخيستلو غوښتنه يې کوله چې پوليسو ترې د ٣٠٠ افغانۍ جريمې د نه ورکولو په بدل کې راوړى و.
دغه موټر چلوونکي له نوم اخيستو پرته ترافيک پوليسو ته په خطاب کې وويل:((موټر د قوماندان دى، پارچه دې بېرته واخله، پليټ راکړه، ما به نه جګرخونوې.)) خو د ترافيکو موظفينو د نمبر پليټ له ورکولو ډډه کوله.
د ميرويس ميدان-کمپنۍ مسير يو موټر چلوونکى چې سلګونه متره بې لاسه راغلى و، د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې خلاف عمل تر سره کوي، وويل:((څنګه وکړو، همدا ځاى د بې نظمۍ ځاى دى، ټول بې نظمي کوي، يوازې زموږ موټر نه دي او موږ هم بې نظمي کوو، ځکه مالک يې راته ويلي چې بې لاسه پرې ورځه.))
نوموړي زياته کړه چې لومړى بايد له موټر چلوونکو نه د ترافيک پوليسو د ورځني او اوونيز ډول د پيسو اخيستلو مخينوى وشي، څو بې نظمي رامنځته نه شي، ځکه چې لسګونه موټر پوليس ترافيکو ته د رشوت په ورکولو سره له هراتي سراى نه تر ميرويس ميدان پله پورې بې لاسه راځي.
خو په ميرويس ميدان کې د ترافيک پوليسو يوه افسر د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې شاوخوا ٨٠ موټر (( چې د جهادي قوماندانانو او زور واکو اړوند دي))له هراتي سراى نه تر ميرويس ميدان پله پورې شاوخوا پنځه سوه متره واټن باندې د لاس خلاف حرکت کوي او د واټ له منځه له نوبت پرته مسافر اوچتوي.
د هغه په خبره، هر وخت چې ترافيک پوليس يوه داسې موټر ته چې د واټ د لاس خلاف حرکت کوي، د جريمې پارچه ورکړي، ماښام خواته لسګونه کسان له برچې او چاقو سره راځي او هغه ګواښي، امنيتي حوزه هم له دوى سره همکاري نه کوي.
نوموړي ددې خبرې په ردولو سره چې له مسافر وړونکو موټرو پيسې نه اخلي، زياته کړه:(( کوټه سنګى په کابل ښار کې تر ټولو بده او له ګڼه ګوڼې ډکه ساحه ده چې شپږ غير قانوني تمځايونه لري، دلته لومړۍ خبره زور واکي کوي او دلته کار کول هم سخت دي او انسان له رواني ستونزو سره مخامخ کوي.))
هغه ټينګار وکړ او ويې ويل:((د ماښام له خوا واټ په ډېره سختۍ سره خلاصوو، د زور واکو له موټرو سره د مقابلې توان نه لرو، حتى چلوونکي يې ښکنځل کوي او راسره لاس اچوي.))
د ميرويس ميدان پله ته نږدې د قنبر څلور لارې، د ښار مرکز او سراى شمالي مسير ځينې موټر چلوونکي وايي چې دوى يوازې په هر نوبت کې د معلولينو استازي( د موټرو تنظيم کوونکي) ته لس افغانۍ ورکوي، خو د پله منځنيو برخو کې د قنبر څلور لارې خواته ځينې موټر چلوونکي مسافر بې نوبته اوچتوي.
د ميرويس ميدان- قنبر څلور لارې يوه موټر چلوونکي محمد ايوب وويل: ((موږ په لين کې ساعتونه انتظار کوو، خو ځينې موټر د ګوډانو او ترافيکو استازي ته د حق په ورکولو سره له نوبت پرته د پله له څنګه سپرلي اوچتوي.))
نوموړي زياته کړه چې ددې ستونزې د حل لپاره تر اوسه پورې څو ځله په ډله ييز ډول په ميرويس ميدان کې د ترافيک پوليسو ساحوي امر ته ورغلي دي، خو ستونزه لا هم د پخوا په څېر پاتې ده.
ايوب ونه ويل چې بې نوبته موټر چلوونکي څومره رشوت ورکوي، خو ځينې بيا د ده دانا، دوغ اباد، چهلستون ، شاه دوشمېره او پامير سينما د مسيرونو په تمځايونو کې ادعا کوي چې بې نوبته مسافر وړونکي پوليسو او يا هغه چا ته چې د موټرو د تنظيم لپاره ګومارل شوى، هره اوونۍ تر ١٤٠٠ افغانيو پورې رشوت ورکوي.
د ده دانا مسير يوه موټر چلوونکي اختر محمد وويل چې د ده دانا، دوغ اباد، ميرويس ميدان او چهلستون په مسيرونو سلګونه موټر د رشوت په ورکړې سره بې نوبته مسافر اخلي.
هغه زياته کړه:((څو ځله بدمعاشو او زور واکو کسانو خپل موټر زما د موټر په مخکې چې نوبت مې و، درولي، ډک شوي او تللي دي، خو کله چې غږ اوچت کړو، نو څوک مو غږ نه اوري.))
هغه وويل:((هر وخت چې د پامير سينما له مخې، پله سر او شاه دو شمشېره نه مسافر واخلم او پيسې ورنه کړم، نو ترافيک مې ٣٠٠ افغانۍ جريمه کوي، په داسې حال کې چې که نور موټر زما له څنګه ودرېږي او سپرلي اوچته کړي، څه نه ورته وايي.))
د سالم په نامه بل موټر چلوونکى چې د شاه دوشمېره د پله له سره يې بې نوبته مسافر اوچتول، وويل:((ترافيک هره ورځ سل او د اوونۍ ٧٠٠ افغانۍ اخلي او اجازه راکوي چې بې نوبته سپرلي پورته کړو.))
د هغه په خبره، هر وخت چې په لين کې منتظر پاتې شي، له شپږو پېرو نه زيات تګ راتګ نه شي کولى، خو که چېرته بې نوبته مسافر واخلي، هره ورځ٩ پېرې تګ راتګ کوي.
حميدالله چې په درېيو مسيرونو(دارلامان، ده دانا او دوغ اباد) کې موټر چلوي، د جزيياتو له ورکړې پرته ترافيک پوليسو ته د رشوت د ورکړې پخلى کوي او وايي:((که چېرته بې نوبته لاړ شو، هره ورځ لس پېرې تګ راتګ کوم، خو هر وخت چې لين ته درېدلى يم، نو له اتو پېرې مې زياتې نه دي کړې.))
د لنډ مسير د ټاکنې لپاره د رشوت ورکړه
د شاه دوشمشېره تمځاى يوه موټر چلوونکي چې په دوغ اباد لين کار کوي او ځان يې احمد جان معرفي کړ، وويل چې ددې لين موټر په ده دانا او دوغ اباد کې تر وورستي تم ځايه د مسافرو تر رسولو مقيد دى، خو کوم موټر چې د معلولينو په خاطر زياتې پيسې ورکوي، اجازه ورکول کېږي چې همدغه کرايه تر علاوالدين درې لارې پورې تر نږدې سيمو پورې واخلي.
د هغه په خبره، کومو چلوونکوته چې د رشوت د پيسو په بدل کې د تګ اجازه ورکول کېږي، ژر را ستنېږي، په ځانګړي ډول د ماښام له خوا څو ځله تګ راتګ کوي.
هغه وويل:((څو ځله مو له موټر چلوونکو سره جګړه کړې، خو زور مو نه پرې رسېږي چې مخنيوى يې وکړو.))
هغه وويل:(( څو ځله مو له ډرېورانو سره جګړه کړې، خو زموږ زور پرې نه رسېږي چې مخنيوى يې وکړو.))
په ورته وخت کې د مجيب الله په نامه يو معلول چې په شاه دوشمشېره کې د موټرو د تنظيم لپاره موظف دى، وايي چې هغه له هر موټر نه د لين کرايې ته په پام سره لس يا شل افغانۍ په هر نوبت کې اخلي، له چا نه يې د لنډ مسير او يا نوبت په سر ډېرې پيسې نه دي اخيستې.))
خو هغه زياته کړه:(( شاوخوا ٦٠ موټر د شاه دو شمشېره پله له سره سپرلي اوچتوي، هر موټر په اوونيز ډول ٨٠٠ افغانۍ ترافيکو ته ورکوي او له نوبت پرته سپرلي اوچتوي.))
خو د شاه دوشمشېره زيارت ته څېرمه پوليس ترافيک چارواکي د مسافر وړونکو موټرو نه د هر ډول پيسو اخيستل ردوي او وايي چې له دې زيات له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري.
د رشوت ورکوونکو د موټرو په نښه کېدل
د معلولينو استازي او پامير سينما ته نږدې د احمدشاه بابا، بګرامي او رحمان بابا مسير موټرونو يوه تنظيموونکي محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نږدې ٢٦٠ موټر ورسره ثبت دي، خو پر دې سربېره هم ددې مسير يو شمېر موټر پوليس ترافيکو ته د رشوت په ورکړې سره له نوبت پرته مسافر اوچتوي.
هغه زياته کړه:(( تېر کال شاوخوا ١٢٠ موټر چې ترافيکو ته يې حق ورکاوه، په خپلو موټرونو يې بېلابېلې نښې(د موټر مخکې د پلاستيکي ناک اېښودل او بېلابېلې علامې) لرلې. ګېر مو کړل او ترافيکو ته مو وويل چې ولې له دې موټرو پيسې اخلئ، هغوى وويل چې ته په دې کې کار مه لره، ماته مې خپل امر ويلي چې دا کار وکړه.))
قاسم څرګنده کړه چې د ترافيک پوليسو دغه غير قانوني کړنه ددې سبب ګرځي څو د لين موټر چې په نوبت سره مسافر اخلي، خالي پاتې شي او بې نوبته موټر ژر ډک او روان شي.
د رحمان بابا، احمدشاه بابا او بګرامي د مسير د موټرو يوه کلينر چې په پامير سينما کې يې له نوبت پرته مسافر اوچتول، وويل، تر څو چې پوليس ترافيکو ته حق ور نه کړي، نو اجازه نه ورکوي چې بې نوبته مسافر اوچت کړي.
هغه د جزيياتو له ورکړې پرته وويل:((پوليس له چانه د ورځې او له چا هم په اوونۍ کې پيسې اخلي، هغه موټر چې حق ورکوي، يوه ټاپه پرې وهي، ټول ټاپه لرونکي موټر پيسې ورکوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د راپورنو له مخې، دغه غير قانوني کړنې او همدارانګه له لاسي پلورونکو او غرفه لرونکو څخه د نا قانونه پيسو اخيستل د کابل ښار په ترافيکي سيستم کې د بې نظمۍ او لارو د بندښت لاملونه دي.
پژواک خبري اژانس د ترافيکو له عمومي مشر محمد شفيق سعيدي نه په ښار دننه د بې نظميو او د کابل پوليسو له لوري د نا قانونه پيسو اخيستلو په اړه وپوښتل، خو هغه وويل چې بايد امنيه قومانداني ځواب ورکړي.
د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي چې پوليس په دې اړه تر لاسه کړي شکايتونه په جديت سره څېړي.










