جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مالټو سلګونه جريبه باغونه رسېدلي، خو بڼوال وايي چې د دولت وسله وال مخالفین ترې ډېرې پیسې اخلي.
خو تر ټولو جالبه دا ده چې د مالټو له یادو بڼونو تر حکومت طالبان ډېره اجاره اخلي.
د ننګرهار کانال رياست هم د وسله والو طالبانو له خوا د مالټو د حاصلاتو له درکه د پيسو د اخیستو خبره تاییدوي، خو وايي، دومره پيسې نه ترلاسه کوي چې جګړه دې پرې رهبري کړي.
د ننګرهار کانال اړوند پر درې زره جريبه ځمکه د سترسو فارمونه جوړ شوي او زر جريبه د مالټو باغونه سږ کال حاصل ته رسېدلي دي، اټکل دا و چې له دغو باغونو زر ټنه مالټې بازار ته وړاندې شي، خو بڼوال وايي چې ډېرې مالټې خلکو پر خپل سر شکولې دي.
د بټي کوټ اړوند د ننګرهار کانال د درېيم فارم يوه برخه د مجيب الرحمن په نوم یوه کس له دولته په اجاره نيولې ده، خو د دولت د پيسو دوه چنده يې په سيمه کې وسله والو ته هم ورکړې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دولت او وسله وال د پيسو پر ترلاسه کولو سربېره هره ورځ باغونو ته ورځي او خپله برخه مالټې ترې وړي.
هغه زياته کړه: ((پوليس او اردو په رينجرو کې راشي، ښه ډېرې مالټې وخوري او ان بوجۍ ترې ډکې کړي، وسله وال هم همداسې کوي، دواړو سره ټوپک دي، په هېچا مو وس بر نه دی.))
د معلوماتو له مخې، حکومت خلکو ته يو جریب باغ د کال په ۲۸۰۰ افغانۍ اجاره ورکړی، حاصل يې په دغه شرط باغوان اخلي چې د ونو پالنه به یې کوي، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د حکومت تر څنګ به یې له طالبانو هم په اجاره اخلي.
بڼوال وايي چې وسله وال هم ترې د یو جریب پر سر له پنځو تر شپږ زرو کلدارې اخلي؛ ځکه چې په دغو ټولو باغونو د حکومت کنټرول نشته.
د محمد امير په نوم يو بل بڼوال پژواک اژانس ته وويل، حکومت يوازې د سړک سر ځينو باغونو ته لاسرسی لري او نور ټول د وسله والو طالبانو د حاکمیت په سیمه کې دي.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې د مالټو ځيني باغونه د وسله والو په لاس کې دي او خپله ترې مالټې راټولوي او بازار ته يې د پلور په خاطر لېږي.
د غني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د مارکو او بټي کوټ په بازارونو او ميلو کې د وسله والو د مالټو نرخونه تر نورو شل سلنه لوړ وي.
هغه زياته کړه: ((که نورې مالټې من په دوه نيم سوه وي، دا مالټې په درې سوه يا درې سوه شل او له هغې هم پورته وي. کله چې بولۍ کېږي نو د منډوي منشي د دغو مالټو نرخ لوړ ږدي او وايي، دا هغه خاصې مالټې دي، بيا يې څوک ارزانه نه شي اخيستلی.))
د ننګرهار کانال په ځمکو کې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د مالټو د دغو باغونو وطنۍ مالټې د جلال اباد پر ښار سربېره نورو ولایتونو ته هم ځي.
پلوروونکي وايي، د بټي کوټ مالټې خوږې او ارزانه دي، نو ځکه خو يې اخيستونکي هم ډېر دي.
د جلال اباد ښار د مخابراتو څلورلارې د تازه مېوې يوه پلورونکي ګل اکبر پژواک ته وويل، اوس چې څوک د مالټو اخيستو لپاره راځي، نو د وطنۍ مالټې پوښتنه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، وطنۍ مالټې ورته ارزانه تمامېږي او وايي چې دوی یې هم د پاکستانۍ هغو پرتله ارزانه پلوري.
چارواکي مني چې په سیمه کې واکمن وسله وال د دغو باغونو نږدې اویا سلنه حاصلات په خپلو کې سره وېشي، خو وايي، حکومت ته يې تر نورو کلونو عايدات لوړ شوي.
د ننګرهار کانال رييس غلام حضرت عبدالرحمزي پژواک ته وويل چې دوی د باغونو د ټولو ونو ساتنې او پالنې ته لاسرسی لري او د کار پر مهال يې وسله وال مخنيوی نه کوي، خو هغوی چې ځمکې يې اجاره کړې، دوی ته شکايت کړی چې وسله والو ترې بیا ځلي اجاره اخيستې ده.
نوموړي زياته کړه: ((حتماُ دا موضوع شته، موږ خپله بار بار له لوړ پوړو چارواکو سره دا موضوع شريکه کړې ده، زموږ خپله د وزارت له مقام سره چې دغلته خلک موږ ته شکايت ته راځي، چې تاسو موږ ته ځمکې په اجاره راکوئ، وسله وال هم موږ نه اجاره اخلي.))
دی وايي، پخوا به يې د حاصلاتو پر راټولولو ډېر لګښتونه کول، خو حاصل يې نه شو ترلاسه کولی، سږ کال يې د اجارې سيستم جوړ کړ چې له لګښت پرته يې د کانال ادارې ته څلور اعشاريه دوه ميليونه افغانۍ عايد راغلی دی.
د ننګرهار کانال نه يوازې د سترسو باغونه لري، بلکې د خرما، زيتونو او یو شمېر نورو مېوه جاتو فارمونه هم لري، خو د نه پاملرنې له امله يې حاصلات ډېر کم دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










