فراه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د فراه ښار ځينو سيمو او حتى د ولايت امنيې قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې نشه يي توکي پلورل کېږي او د ځينو سيمه ييزو پوليسو روږدېدو د دې پروسې په دوام کې رول لوبولى دى.
په زاړه ښار کې د فريدون تاريخي کلا، باغ کافي او چهارباغ د ولايت په مرکز کې د روږدو د ټولېدنې مرکزونه دي.
د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې پر دې سيمو سربېره په (لب ګوره) سيمه کې چې د امنيې قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې موقعيت لري، د څو خونو لرونکي کورونه په کې دي چې د نشه يي توکو د بېلابېلو بڼو د پلور لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
د دغو کورنيو دروازې له بهره قلف شوې، څو کوم کس ورته ځير نه شي، خو روږدي له ټولو حويليو څخه نشه يي توکي ترلاسه کوي.
د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي او د پوډرو او ښېښې يو روږدى ٣٥ کلن خواجه محمد چې په فريدون کلا کې په جړو ويښتو او لړزاند وجود د کمرې مخې ته راغى، ویې ويل: ((د زاړه ښار شاوخوا د ساقيانو په نوم کورونه شته) او روږدي له دې کورونو څخه نشه يي توکي پېري.
د فراه د مرکز اوسېدونکي او د دې ساحې روږدي ٢٨ کلن عبدالباري خواجه محمد د خبرو په تاييد سره وويل: ((نشه يي توکي د زاړه ښار شاوخوا په مشخصو ځايونو کې پلورل کېږي، خو که يې نه منې پيسې راکړه، ته ودرېږه همدا اوس يې درته راوړم.))
هغه زياته کړه: ((د نشه يي توکو پلورونکي لوړ پوړې ودانۍ لري، موټر لري، په خداى که د دولت جرئت وکړي چې ورشي او څه ورته ووايي؛ ځکه چې په جېبونو کې يې سره سره کاغذونه (پيسې) اچوي، دولت يوازې معتادين وهي او ځوروي يې، خو دولت بيا دوى (د نشه يي توکو پلورونکي) نه ويني؟ په خداى چې له موږ يې ښه ويني، خو هغوى ته څه نه وايي، موږ وهي ډبوي.))
د دغه ولايت د مرکز د شمالګاه سيمې اوسېدونکي او روږدي دېرش کلن عبدالغني وايي چې نشه يي توکي په چهارباغ کې له يوې حويلي نه ترلاسه کوي.
خو يوه بل روږدي د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې يو شمېر روږدي په پاغ کافي او (لب ګوره) سيمه کې له مشخصو کورونو د نشه يي توکو ډولونه ترلاسه کوي.
ځايي اوسېدونکي هم د نشه يي توکو له پلور ځايونو شکايت لري.
د چهار باغ سيمې اوسېدونکي عبدالکريم زياته کړه: ((د نشه يي توکو د پلورونکو له لاسه تر پزې راغلي يو، موږ د کليو خلک سخت په عذاب يو، هيله ده چې دولت پاملرنه وکړي، په دې وروستيو کې د روږدو له لاسه په سيمه کې غلاوې هم زياتې شوې دي.))
يوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل: ((باور وکړئ چې له څو کلونو راهيسې په ازاد ډول له کومې ستونزې پرته د زاړه ښار شاوخوا په ځانګړو ځايونو کې بېلابېلو نشه يي توکي پلورل کېږي، خو دولتي ارګانونه اصلاً هېڅ پاملرنه نه کوي، فکر کوم چې مسوول ارګانونه حتمي له ساقيانو او پلورونکو نه خپل حق اخلي.))
هغه وويل: ((روږدي له خپلو کورونو هم هر څه چې لاسته ورشي، غلا کوي او د يو دود نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره يې پلوري.))
د نوموړي په خبره، خلکو څو ځلې ځايي دولتي ارګانونو ته مراجعه کړې، څو د پلور دغه مرکزونه بند کړي، خو پاملرنه نه ده شوې.
د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر هم وويل: “موږ له دې خبر شوي يو چې د دغه ښار په کوڅو او فرعي کوڅو کې نشه يي توکي خرڅېږي، په همدې سيمو کې غلاوې زياتې شوې، د سيمې خلکو څو ځلې شکايتونه کړي، خو هغه مو له چارواکو سره شريک کړي او دوى همېشه ويلي چې موږ په دې اړه تعقيب کوو او خلک ادعا کوي چې که چېرې چارواکي دغه موضوع نه څېړي؛ چارواکي هم هرو مرو په کې حق اخلي.”
د فراه ولايت مرستيال والي محمد يونس رسولي هم د فراه په مرکز کې د نشه يي توکو پېر او پلور تاييد کړ.
نوموړي په دې اړه چې د ياد کار مخه ولې نه ده نيول شوې، وويل: “زموږ پوليس له بده مرغه اړينې زده کړې نه لري، يو شمېر يې په نشې هم روږدې دي، کله چې د خپل امر له لوري ورته دنده سپارل کېږي، ځي خپل حق ترې اخلي او له هغه لور راځي او وايي، چې هيڅ هم نه و، له همدې امله ده چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى او د پلور هټۍ يې تر ښاره را رسېدلې او اوس د ښار په ناحيو او څنډو کې پلورل کېږي.”
هغه زياته کړه، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پېر او پلور او استعمال مخه ونيسي.
خو د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلبهار مجاهد وويل، چې دغه قومانداني په فراه کې د نشه يي توکو د پلور ځايونو په اړه معلومات نه لري.
هغه زياته کړه: “که چېرې يې موږ په اړه معلومات ولرو نو ولې يې نيسو نه؟ که چېرې يې موږ ونه نيسو؛ بيا به د فراه خلک فکر کوي چې موږ هم پوډريان او شرابيان يو.”
د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر له ٢٠٠٤ تر ٢٠١٣ کال پورې له ١٥زره کسانو ٤٥ زره کسانو ته لوړ شوى دى.
په افغانستان کې نشه يي توکي ستر ګواښ دى چې د هېواد نوى نسل يې له سخت خطر سره مخ کړى دى.
د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې سروې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ٣،٦ ميليونه کسان په بېلابېل ډول نشه يي توکو روږدي دي.
په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې له افغانستان سره د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې ډېرې مرستې شوې خو د راپورونو پر بنسټ د ٢٠٠١ کال په پرتله د نشه يي توکو د کښت کچه لسګونه ځلې زياته شوې ده.
افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر راپورونه ورکړي چې سږ کال په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ٨٧ سلنه لوړ شوى دى.
دغه راپور چې د لړم مياشتې په ٢٤ مه نېټه په کابل کې خپور شو، په کې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې د نشه يي توکو د توليد اندازه ٩زره ټنه ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ياده اندازه تېر کال څلور زره او ٨٠٠ ټنه وه.
د دغه راپور پر بنسټ، د دغو توکو د کښت ځمکې اندازه هم په ټوليز ډول له ٢٠١ زره هکټاره، ٣٢٨ زره هکټارو ته رسېدلې ده.










