منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هرات تخت سفر کې د چورلکو لپاره هوايي ډګر جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): په هرات کې ځايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د هرات ښار تخت سفر سيمه کې د کورنيو او بهرنيو مهمو مېلمنو د چورلکو د ناستې لپاره هوايي ډګر جوړ شي.

د هرات ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه هوايي ډګر ځاى مشخص شوى او د عامه ګټو وزارت ته په واک کې ورکړل شوى چې ټاکل شوې يوه مياشت وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه چې دا ډګر د تخت سفر ښکتنى برخه کې چې د هرات په شمال کې له مشهورو تفريحي ځايونو څخه دى، موقعيت لري او د مجاهدينو د حکوت پر مهال ترې د چورلکو د ناستې او الوتنو لپاره ګټه اخيسته، خو په تېرو څو کلونو کې په يوه ويجاړ ډګر بدل شوى دى.

د هرات والي وياند وويل چې په دغه تفريحي ساحه کې د کوچني هوايي ډګر له جوړولو پرته، د ملي او نړيوالو نندارتونو او ځينې مراسمو لپاره هم ځاى جوړېږي، څو د کرنيو او بهرنيو مېلمنو چورلکو ته په کې د ناستې او الوتنې زمينه مساعده شي.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه پورې ددغه هوايي ډګر د جوړلو لګښت نه دى اټکل شوى.

هغه زياته کړه چې ددغه هوايي ډګر لپاره مشخصه شوې ساحه له عامه ګټو وزارت سره شريکه شوې او د ياد شوي وزارت چارواکو ډاډ ورکړى چې ددغه ډګر په بيا رغونه او ټولو امکاناتو په برابرولو او شاوخوا رغونه کې به ډېر ژر اقدام وکړي.

د چارواکو په خبره، ددې ډګر او شاوخوا واټنو غځول به د تخت سفر او هرات ښار ښکلا لا زياته کړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه