منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار ښار کې د دوو سړکونو د قير کولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۰ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦) : په کندهار ښار کې د ٥١ ميليونه افغانيو په لګښت کې د دوو سړکونو د قير کولو چارې پيل شوې.

د کندهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې والي تورن جنرال زلمي ويسا او څو نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې، د ښار په ميرويس مېنه کې د څلور کيلومتره او په کاريز بازار سيمه کې د دوه کيلومتره سړک د قيريزۍ چارې نن پيل شوې.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د دې پروژې د کار د پرانيستلو پر مهال وويل، چې ولايتي اداره په ښار کي د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده او د ښار د پراختيا او پرمختګ لپاره جدي هڅې کوي.

هغه له  ښاریانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د صفايي ټکسونه او نوري ماليې پر وخت تحويلي کړي، ترڅو ښاروالي وتوانېږي چې خپل پراختيايي کارونه لا هم چټک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد سړکونه د ۵۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندهار ښاروالۍ له خوا په اساسي ډول جوړېږي او د جوړېدو چارې به يې تر راتلونکو دوو مياشتو بشپړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه