کابل (پژواک، ٣ مرغومی ٩٦): د پکتيا ولايت په احمدابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند د جوړولو تړون له افغاني "ګلف" او يوې روسۍ کمپنۍ سره لغوه او له يوې بلې روسۍ کمپنۍ سره لاسليک شو.
دغه بند به د اوبو نيولو نږدې ٦٧ کيلومتره مربع ساحې په لرلو سره څه باندې پنځه ميليونه متر مکعب د استفادې وړ حجم ولري، د اوبو لګولو عمومي ساحه به يې ٢٣٥٣ هکتاره وي او په ټوليز ډول به د ٨٠٠ کيلوواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري.
دغه راز د څه باندې ٢١ کيلومتره کانال، ١٢ ودانيو، د برېښنا د دوو سټېشنونو او د څه باندې دوه کيلومتره سړک جوړول به هم په دې پروژه کې شامل دي.
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني نن کابل کې د ياد تړون د لاسليک په اړه جوړه شوې ناسته کې د دې څرګندونو تر څنګ وويل چې د دغه بند د ډېزان او ساختمان تړون په ١٣٨٩ کال کې د ګلف په نوم له يوې کورنۍ او د "انرګومونولتستري" روسي کمپنۍ سره لاسليک شو.
خو هغه وايي چې يادو دوو کمپنيو سره له دې چې وزارت څو ځلې اخطار ورکړ، ورو کار کاوه؛ ځکه چې اړين تخنيکي ځواک يې نه درلود، مديريت يې کمزورى و او د بند جوړولو په برخه کې یې تجربه نه لرله.
د عثماني په وينا، وزارت يادو ستونزو ته په پام په ۱۳۹۴ کال کې له دې دوو کمپنيو سره ياد تړون لغوه کړ او د پروژو د ډيزاين له روسۍ کمپنۍ (Project Design Agency) سره تړون برابر او بيا يې د تدارکارتو کمېسيون ته واستاوه.
دى وايي چې د تدارکاتو کمېسيون تر تاييد وروسته نن دغې روسۍ کمپنۍ سره تړون وشو چې له مخې به يې دغه کمپنۍ ياده پروژه د نږدې ٢٣ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په درېيو کلونو کې بشپړه کړي.
د افغانستان د حکومت اجرائیه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په نننيو مراسمو کې د دغه تړون پر لاسليک خوښي څرګنده کړه او د پروژو د ډيزاين له يادې روسۍ کمپنۍ يې غوښتنه وکړه چې د بند چارې په لوړ کيفيت په ټاکلې موده کې ترسره کړي.
د دې روسۍ کمپنۍ مشر بوګدان کرېچن (Bogdan Kriachun) په نننۍ ناسته کې ژمنه وکړه چې دغه پروژه به له ټاکلې مودې مخکې په ښه کيفيت سره بشپړه کړي.
په افغانستان کې د روسيې سفير الکساندر منتياتسکي (Alexander Mantytskiy) هم د تړون پر مهال حاضر و.
ده له دې امله چې افغان حکومت پر روسي کمپنۍ اعتماد وکړ، مننه وکړه او ويې ويل چې ياد شرکت به د دغه بند چارې په ښه کيفيت پر مخ يوسي.
هغه زياته کړه، هېواد يې ژمن دی چې له امريکايي ځواکونو د ترڅنګ له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










