کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت ويلي چې د هېواد په نهو ولايتونو کې د ٤٢٦ ميليون افغانيو په لګښت ٣٨ نوې پروژې عملي کوي.
د يادو پروژو قراردادونه د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي او د کليو پراختيا يو شمر شوراګانو ترمنځ لاسليک شول.
کريمي وويل، يادې ٣٨ پروژې د اوبو لګولو په برخه کې دي چې د کليو او پراختيا وزارت د سيمه ييز انسجام پروګرام تر څار لاندې ترسره کېږي.
وزير زياته کړه، پر دغو پروژو چې ٤٢٦ مليون افغانۍ لګښت راځي، بدخشان، بغلان، دايکنډي، غور، کندهار، ننګرهار، پکتيا، کونړ او پنجشېر ولايتونو کې عملي کېږي.
هغه زياته کړه، دغه پروژې ١٢٨ زره او ٨٤٧ کاري ورځې رامنځته کوي او په بشپړېدو سره به يې ١٠٢ زره کسان له ګټې برخمن شي.
د کليو او پراختيا وزير وويل، د يادو پروژو ٩٠ سلنه لګښت د هېواد د ماليې وزارت او ١٠ سلنه يې د خلکو له لوري ورکول کېږي.
کريمي د دې ترڅنګ چې پر پراختيايي شوراګانو د دغو پروژو د غوره کيفيت ټينګار وکړ، زياته يې کړه چې د کليو او پراختيا وزارت به د پروژو د کار له څرنګوالي څارنه وکړي.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د خيراباد شورا مشر اشرف الله وويل، يادې شورا له وزارت سره د محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې تړون لاسليک کړى او ټاکل شوې چې د خيراباد په کلي کې عملي شي.
هغه وويل: "د يادو پروژو په عملي کېدو سره به ٥٠٠ کورنۍ له دغو پروژې برخمنې شي؛ چې په پايله کې به يې زر جرېبه ځمکه له سېلابونو وساتل شي."
د کونړ ولايت د پېچ درې ولسوالۍ د ردېش کلي پراختيايي شورا مشر ملک خالد خان وويل، ټاکل شوي په ياد کلي کې يو استنادي دېوال جوړ شي، چې د يادې پروژې په عملي کېدو سره به په دې اړه د خلکو ستونزې هوارې شي.
هغه زياته کړه، د ردېش کلي پراختيايي شورا ژمنه ده، چې دغه پروژه به ښه کيفيت او له قرارداد سره سمه عملي کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










