مهترلام، پل علم (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦) : په لغمان ولايت کې د يوه سربند د جوړولو کار پيل او په لوګر ولايت کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن په دې ولايت کې د پاچا جوی کانال د سربند جوړولو کار پيل شو.
هغه زياته کړه، ددې سربند د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
ځواک وايي، ياد کانال چې ۲۳ کیلو متره اوږدوالی لري د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک د ٢٣ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يو کال په موده کې جوړېږي.
د نوموړي په وينا، له دې کانال څخه به د شل زره جریبه ځمکې پر خړوبېدو سربېره به د ۱۲ لويو کليو څه دپاسه لس زره کورنۍ هم له ګټې څخه يې برخمنې شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي پر دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو غږ وکړ، چې په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ابادۍ، پرمختګ او خوشحالۍ پیغامونه انتقال کړي او نور خلک په فکري توګه د مخالفینو د وحشت له انحصاره را وباسي.
په ختيځ زون کې د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام امر انجنیر میرویس ولي د يادې پروژې په اړه د تخنیکي معلوماتو په ورکولو سربېره په راتلونکي کې د لغمان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د نویو کانالونو او سربندونو د پروژو د پیلېدو په اړه هم خبرې وکړې.
د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په مرکز کې د عالي دار المعلين د نجونو لپاره ځانګړې تدريسي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر والي محمد حليم فدايي، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل، پر دې پروژې ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړې چې په ودانۍ کې ٨ تدريسي خونې، ٤ ادارې خونې، د کمپيوټر او لابراتوار دوه ځانګړې خونې او نور ملحقات جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










