منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار ښار کې ديپلوماتيک ښارګوټى جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : د کندهار والي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د بهرنيو کونسلريو لپاره يو ديپلوماتيک ښارګوټى جوړ شي.

د کندهار ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي تورنجنرال زلمي ويسا د ا څرګندونې نن د هندوستان کونسل مدان سينګ بنډري او د ايران  کونسل سيد سعيد قادري سره دليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې ليدنې پر مهال د کندهار ولايت يو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په خپلو خبرو کي ويلي چې له مرکزي ادارې سره په همغږۍ پلان لري چې په دغه ولايت کي د بهرنيو کونسلګريو لپاره يو ديپلوماتيک ښارګوټى جوړ کړي.

هغه زياته کړې، په ياد ښارګوټي کې به ټولې هغه اسانتياوې برابري شي چې ورته اړتيا ليدل کېږي.

والي د يادو هېوادونو له سرکونسلانو غوښتنه وکړه چې په دې اړه خپلې اړتياوې ورته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته د يادو هېوادونو سرکونسلانو د ديپلوماتيک ښارګوټي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ياده موضوع به د خپلو مرکزي حکومتونو سره شريکه او خپلې اړتياوې به له ولايت مقام سره شريکې کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کندهار والي ښاروال انجنير روښان ولسمل او د دې ولايت د بهرنيو چارو رييس ظاهر الکو ته دنده وسپارله چې د هند او ايران له سرکونسلانو سره يو ځاى له هغو ساحو ليدنه وکړي چې ولايتي اداره په کې د ديپلوماتيک ښارګوټي د جوړېدو پلان لري.

د يادونې ده چې د ايران او هند ترڅنګ پاکستان هم په کندهار ولايت کونسلګري لري. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه