مزارشريف (پژواک، ۱۱مرغومی۹۶): د بلخ ګوښه کړای شوی والي عطامحمد نور له تېرو څو ورځو راهيسې د والي په توګه د بلخ ولايت مقام ته راځي او ناستې ترسره کوي.
خو د دغه ولايت مدني فعالان روان حالت ته اندېښمن دي.
پنځلس ورځې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼې له خوا له ولايت مقام څخه د عطامحمد نور د استعفا د منظورۍ اعلاميه خپره او پر ځای يې انجنير محمد داوود د والي په توګه اعلان کړای شو.
عطامحمد نور له ګوښه کېدو سره سم د ارګ پر وړاندې ودرېد او له ولايت مقام څخه د ګوښه کېدو فيصله يې ونه منله او نوي والي انجنير داوود هم په رسمي توګه خپله دنده نه ده پيل کړې.
نور، د يادې مسلې پر وړاندې په مزارشريف ښار کې له خپل سياسي دفتر څخه د جمهور رييس محمد اشرف غني او په ځانګړې توګه د حکومت د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پر وړاندې څرګندونې کړې دي.
خو نوموړی له تېرو درې ورځو راهيسې يو ځل بيا د والي په توګه ولايت مقام ته راځي، له دولتي رييسانو سره ناستې کوي او عام خلک يې کتنې ته رابلل کېږي.
هغه اوس هم ټينګار کوي چې په رسمي توګه د بلخ والي دی.
عطامحمد نور وايي، هېڅوک حق نه لري چې په هغو دولتي پاڼو لاسليک وکړي چې والي پورې تړاو لري.
نوموړى دا حق د ځان ګڼي.
خو د بلخ ولايت مدني فعالان د روان حالت په اړه اندېښنه لري او د خبرو له لارې يې د حل غوښتنه کوي.
مدني فعاله سميرا خيرخواه وايي چې په بلخ کې له عادي خلکو نيولې تر دولتي چارواکو پورې روان حالت ته اندېښمن دي.
نوموړې زياته کړه ، د بلخ برخليک د اندېښنې وړ دی او دا وېره هم ورسره ده چې له بدو حالاتو سره مخ نه شي.
هغې د يادې مسلې حل د خبرو لار وګڼله.
همداراز مدني فعال عبدالله پژواک ته وويل چې جمعيت ګوند بايد د روانو حالاتو د سمېدو لپاره له خپلو ځينو غوښتنو تېر شي.
خو هغه پر حکومت هم غږ وکړ چې له سياسي هوښيارتيا دې کار واخلي او مسله دې د خبرو له لارې حل کړي.
عبدالله له تېرو پنځلس ورځو د يو والي د ګوښه کېدو مسلې پر وړاندې د مرکزي ادارې چوپتيا له زغمه پورته وګڼله.
نوموړي زياته کړه چې په همداسې حالاتو کې پر دولت د خلکو باور زيانمنيږي.
بلخوا د جمعيت ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت ټينګار کوي چې حکومت بايد د جمعيت غوښتننو ته مثبت ځواب ورکړي.
نوموړي پژواک ته وويل، حکومت نه شي کولی چې د ميليونونو خلکو د غوښتنې پر وړاندې غلی پاتې شي.
خو تر څنګ يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ويلي چې ډېر ژر به انجنير داوود په رسمي توګه د بلخ د والي په حيث خپلې چارې پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










