کندهار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶): د کندهار د ټولګټو چارو رییس وايي، د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو د سړکونو د سروې، ډیزاین او تدارکاتو چارې بشپړې شوې او ژر به یې په پاخه او بنسټیزه توګه د جوړولو چارې پیل شي.
دغه سړکونه د سپین بولدک، ښوراوک او معروف- ارغستان ولسواليو دي چې لسګونه کیلومتره اوږدوالی لري.
د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالمحمد احسان د مرغومي په ١٤مه د ولایت مقام په یوه خبري ناسته کې وویل، ټاکل شوې د سپین بولدک- کندهار د اوسني سړک تر څنګ په موازي ډول د ۸۰ کیلومتره په اندازه د یوه بل سړک جوړولو چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه، د دغه سړک په جوړولو سره به پر دې ترانزیټي لار سوداګرو او عامو تګ راتګ کوونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي او د ترافیکي پېښو مخینوی به وشي.
دغه راز نوموړي د ښوراوک د ۹۰ کیلومتره سړک د ډیزاین، سروې او تدارکاتي چارو د بشپړېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې د دغه سړک د جوړولو عملي چارې هم ژر پیلېدونکې دي.
ده وویل، د ښوراوک اوسېدونکي د سړک د نشتوالي له امله اړ دي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته تګ راتګ کوي.
دی وايي، په دې توګه به دغه ولسوالي د کندهار له مرکز سره ونښلول شي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
احسان دغه راز د ارغستان- معروف د ۶۹ کیلومتره سړک یادونه هم وکړه چې اړوندې چارې یې بشپړې شوي او د جوړولو لار څاري.
د ده په خبره، د یادو شوو درېیو واړو سړکونو د جوړولو چارې به په نوي ۱۳۹۷ لمریز کال کې پیل شي چې میلیونونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
نوموړي وویل، د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې تخته پل، سپین بولدک، ډنډ، دامان، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ هغه ولسوالۍ دي چې له کندهار ښار څخه ور غځېدلي سړکونه یې پاخه دي، خو ارغستان، معروف، ریګستان، ښوراوک، میانشین، غورک او خاکرېز هغه ولسوالۍ دي چې سړکونه یې خام دي.
ده یادونه وکړه چې د خاکرېز ولسوالۍ د ۵۰ کیلومتره سړک د سروې او ډیزاین چارې سږ کال پیل شوې وې چې د ۲۳ کیلومتره په اندازه سروې یې شوې او وروسته د امنیتي ستونزو له امله درېدلې ده.
خو نوموړي خبر ورکړ چې په نوي ۱۳۹۷ لمریز کال کې به د پاتې سړک سروې او د جوړولو کار پيل شي.
د ټولګټو چارو رییس دغه راز د کندهار- اروزګان د لویې لارې په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې په روان کال کې یې له اروزګان څخه تر شاولیکوټ پورې د ۳۸،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې وې چې د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ شوې وې.
خو دی وايي، د امنیتي ځواکونو په مرسته د اوسمهال لپاره د دغه سړک د جغل اندازۍ چارې بیرته پیل شوې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به بشپړې شي.
دی وايي د لارې په اوږدو کې معبرونه او پلونه په اساسي ډول جوړېږي چې ټولټال ۳۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
احسان له کندهار ښار څخه تر کندهار هوايي ډګر پورې د ۱۶،۵ کیلومتره سړک د جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل چې اوس مهال یې د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.
ټاکل شوې وه دغه سړک په دوو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي خو اوس یې درې نیم کلونه تېرېږي.
نوموړي وویل، پر دغه سړک ۴۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې په نړیوال سټنډرډ جوړ شوی او د تګ راتګ ۶ کرښې لارې چې عرض یې ۷۰ مترو ته رسېږي.
ده دغه سړک ډېر مهم وګاڼه او ویې ویل چې په اوږدو کې یې دولتي ادارې، صنعتي پارک او سوداګیزې ساحې پرتې دي.
هغه دغه راز خبر ورکړ چې د پرمختیايي پلان له مخې به په راتلونکو څلورو کلونو کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره د ریل پټلۍ وغځول شي چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به تر کندهار او تر راتلونکو شلو کلونو پورې به تر هرات پورې وغځول شي.
نوموړي دغه راز په راتلونکي کال کې د جنوبي بای پاس د جوړولو خبر هم ورکړ چې پنجوايي، ډنډ او دامان ولسوالۍ سره نښلوي او دغه راز د کندهار- هرات، کندهار- سپین بولدک او کندهار- کابل لارې سره نښلوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










