منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بهسودو پله د ضمانت وخت زيات شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٦ مرغومی ۹۶): د ننګرهار د فوايد عامې رياست وايي چې اړونده شرکت به د بهسودو پله ويجاړه شوې ټوله ساحه له سره رغوي او د پله د ضمانت وخت له يوه کال څخه پنځو کلونو ته زيات شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولايت يوشمېراوسېدونکي د بهسودو د دويم پول تخريب شوې ساحې په اړه  پر فوايد عامې وزارت نيوکه کوي او وايي چې د درېيو مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه يې هم پايلې نه دي په ډاګه کړي.

د روان لمريز کال د تلې د مياشتې په ١٠مه، د ميليونونو ډالرو په لګښت جوړ شوي نوي پله کې سورى پيدا شو او يوه برخه يې ويجاړه شوه.

د  دغې پېښې په سبا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ياد پول د رغوونکي شرکت (الينګار الکوزي ساختماني شرکت) مشر ونيوه او بندي يې کړ؛ خو يوه ورځ وروسته د وزارت په غوښتنه بېرته خوشې شو.

د موضوع د څېړنې لپاره د فوايد عامې وزارت يو لوړپوړی څلور کسيز پلاوی هم هغه مهال ننګرهار ولايت ته راغلی و او په پايله کې د رامنځته شوي تخريب څېړنه يې کړې وه؛ خو تر اوسه لا د څېړنو پايلې نه دي اعلان شوې.

د ننګرهار اوسېدونکي د دغو څېړنو د پايلو د اعلان غوښتنه کوي او وايي، که د پله رغوونکي شرکت په دغه برخه کې فساد کړی وي، بايد قانوني چلند ورسره وشي.

له پله تېرېدونکی د کونړ ولايت اوسېدونکی احمدشاه چې په ګڼه ګوڼه کې بند پاتې شوی و، پژواک خبري اژانس ته وويل، هره ورځ همدا ستونزې ګالي؛ خو د پله چارې لا هم نيمګړې پاتې دي.

هغه زياته کړه، پول تر جوړېدو وړاندې تخريب شوی او اوس له تخريب شوې سيمې د موټرو د مخې بدلېدو په وجه هره ورځ په پله کې ګڼه ګوڼه وي.

د ننګرهار د بهسودو اوسېدونکي شرافت الله غوښتنه وکړه چې د دغه پول د تخريب شوي ځای د څېړلو لپاره له مرکزه د راغلي پلاوي پايلې دې له خلکو سره شريکې شي.

هغه نيوکه وکړه چې تل د وزارتونو پلاوي د څېړنو په نوم ننګرهار ته راځي؛ خو دلته له څو ورځو مېلمستياوو وروسته بېرته تش لاس مرکز ته ستنېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژوک ته وويل، وزارت بايد په پله کې د رامنځته شويو دوو موضوعاتو په تړاو خپل راپور له خلکو سره شريک کړي.

دی وايي، د پله تخريب شوې برخې  دليل او د ننګرهار د والي له لوري د پله د رغوونکي شرکت د مسوول نيول کېدل او بيا بېرته يې خوشې کول هغه څه دي چې ولس سره يې لا هم اندېښنې موجودې دي.

هغه د وزارت له لوري د پلاوي رالېږل او د څېړنو په نوم د دغې موضوع غلي کېدو باندې انتقاد وکړ او اندېښنه يې وښوده چې د وزارت داسې غلي پاتې کېدل، له شرکت سره د هغوی د شراکت معنا ورکوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک سره د خبرو پرمهال وويل چې د دغې موضوع د څېړنې لپاره هغه مهال د فوايد عامې وزارت د څلورو لويو رياستونو استازي راغلي وو او دغه پېښه يې څېړلې ده.

د نوموړي په وينا، پلاوي د خپلو کړو څېړنو جزئيات له ځانه سره وړي او پايلو ته يې دوی هم په تمه دي.

خوږياڼی وايي، د بهسودو پول د فوايدعامې وزارت له لوري جوړ شوی، قرارداد، څارنه او ټولې چارې يې په هغوی پورې تړاو لري.

د نوموړي په وينا، په تخنيکي لحاظ د خراب کار له امله ولايتي ادارې د پله چارو د بشپړېدو تسليمي هم نه ده اخيستې او په عاجله توګه د تخريب شوي ځای څارنه د مسلکي ټيم له خوا شوې او مرکز څخه د جدي اقدام غوښتنه هم شوې ده.

د ننګرهار د فواعد عامې رييس انجنير ضابط منګل پژواک اژانس ته وويل، وزارت د خپلو څېړنو په پايله کې پرېکړه وکړه، چې ياد شرکت به د تخريب شوي ځاى اړوند يو سلب (د پُل پاسنۍ برخه يا کانکريټ) له سره جوړوي.

د هغه په خبره، وزارت دا پرېکړه هم کړې چې د شرکت له خوا د پول د يوه کال ضمانت پر ځاى به اوس يې ضمانت د پنځو کلونو لپاره وي.

د بهسودو پول جوړوونکي الينګار الکوزي شرکت مشر نور محمد الکوزی هم وايي، شرکت د دولت ټولو اصولو ته پابند دی او هره پرېکړه يې مني.

هغه پژواک اژانس ته وويل، پخوا يې هم همدا موضوع رسنيو سره شريکه کړې، چې ياده موضوع يوه حادثه وه او دى يې ترميم ته حاضر دی. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه