فيض اباد(پژواک،۱۷مرغومی۹۶):د بدخشان چارواکي وايي چې ددغه ولايت ټول کانونه دغير مسوولو وسله والو او د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په غير قانوني توګه را ايستل کېږي او حکومت په روان کال کې د بدخشان له کانونه څخه هېڅ عوايد نه دي ترلاسه کړي.
ددغو چارواکو په وينا، په روان کال کې د بدخشان ولايت د کانونو رياست عوايد صفر و او ددغه ولايت ټول عوايد د طالبانو او زور واکو جيبونو ته تللي دي.
هغوی خبرداری ورکوي چې که حکومت جدي اقدام ونه کړي، ښايي په راتلونکي کال کې د بدخشان د کانونو رياست دروازه وتړل شي.
د بدخشان د کانونو رياست سرپرست او مالي اداري مدير محمد حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل:"موږ په روان کال کې د کانونو وزارت ته، خصوصي سکتور ته د کانونو د تړون په اړه طرحې سپارلې دي، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی. د ملي امنيت شورا او د کانونو او پټروليم وزارت،د کانونو تړونونه تر امر ثاني پورې بند کړي دي."
هغه زياته کړه چې د تړونونو د بندېدو له امله په روان کال کې د بدخشان د کانونو عوايد صفر و او هېڅ نوی تړون نه دی شوی، د کران او منجان ولسواليو د لاجوردو کان د زور واکو له خوا را ايستل کېږي او د پنجشير ولايت له لارې قاچاق کېږي او حکومت په دې برخه کې هم اقدام نه دی کړی.
نوموړي زياته کړه:" په ۱۳۹۴ کال کې مو د کانونو د عوايدو له لارې شاوخوا شپږ ميليون افغانۍ درلودې او په ۱۳۹۵ کال کې دغه شمېره۵ميليونو ته رسېده، خو په روان کال کې له دې امله چې خصوصي سکتور ته د کانونو تړون تر امر ثاني پورې بند دى، زموږ عوايد صفر دي."
هغه وويل چې کابو لس ټنه (۱۴۰۰منه، يو من له ۷کيلو سره برابردی) لاجوردو ډبرې د ولسمشر د فرمان له مخې ددولتي پلاوي له خوا، په جرم، بهارک او فيض اباد ولسواليو کې له سوداګرو څخه ديپو او مهرو لاک او تر اوسه په دغو ډيپوګانو کې ساتل کېږي چې سوداګرو له دې امله ډېر ضرر کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې اوس دغو سوداګرو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپلې ډبرې د پلورلو لپاره د هېواد مارکېټونو ته وړاندې کړي.
په بدخشان ولايت کې د لاجوردو ډبرو يو سوداګر محمد حنيف وويل:" درې کاله وړاندې د لاجوردو ډبرې چې له کان څخه مو اخيستې وې، د ګومارل شوي پلاوي له خوا ډيپو شوې دي، زموږ ټوله پانګه په همدې ډبرو بنده ده."
نوموړي زياته کړه چې د سيمې د خلکو پوروړی دی ، له دې امله يې ډېر زيان کړی او نه پوهېږي چې څه وکړي او چاته شکايت وکړي.
د بدخشان ځايي چارواکو هم د زور واکو او ددولت د وسله والو مخالفينو له خوا د کانونو د غير معياري استخراج له امله اندېښنه په ډاګه کړه.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال د بدخشان د لاجوردو او سرو زرو دوه ستر کانونه د وسله والو مخالفينو او زور واکو په کنټرول کې دي او په غير معياري ډول يې استخراجوي.
هغه زياته کړه چې ددولت وسله وال مخالفين ددغو کانونو له عوايدو څخه خپله برخه اخلي.
هغه دغه راز زياته کړه چې يو شمېر نور واړه کانونه چې قيمتي او نيمه قيمتي غمي لري، د سيمې د خلکو له خوا او يا زور واکو له خوا را ايستل کېږي او پاکستان او ان دوبۍ ته قاچاق کېږي.
نوموړي زياته کړه، دا چې د سيمې خلک مسلکي نه دي، هغوی په دغو کانونو کې په مياشتو مياشتو کار کوي او ځينې وخت يې هېڅ شی لاس ته نه ورځي او که کوم شی پيدا هم کړي په کمه بيه يې پلوري.
نوموړي زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت او د بدخشان ځايي ادارې کانونو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
هغه دې ته په پام سره چې ددغه کان عوايد د وسله والو مخالفينو او زور واکو جيبونو ته ځي، وړانديز يې وکړ چې د بدخشان د کانونو رياست بايد له خصوصي سکتور سره د ياد شويو کانونو تړون وکړي چې له دې لارې عوايد ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه:" ډېر کانونه په واک کې لرو، که يې عوايد په قانوني توګه راټول شي، بدخشان به هم د مخ پر وده ولايتونو کې شامل شي."
د بدخشان ولايت د کانونو رياست د جيو ساينس عمومي مدير انجنير ثناءالله د معلوماتو له مخې،په دغه ولايت کې د قيمتي ډبرو او فلزونو په شمول د هغو کانونو شمېر چې د ياد شوي رياست د مسلکي پرسونل له خوا يې لومړۍ سروې او نمونه ګيري شوې ده، ۳۸کانونو ته رسېږي چې د بدخشان ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
نوموړي زياته کړه چې په دې کانونو کې سره زر، لاجورد، لعل، بيروج، اکاميرين، زغال، ابرک، وسپنه، زمرود، سلفر، مس اکسايډ، مرمر، فاسفيټ، سرپينټين، رانجه، جست، طلا پاشان چې اوس ددولت د وسله والو مخالفينو او زور واکو په ولکه کې دي، را ايستل کېږي.
خو د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وزارت د طبيعي زيرمو څخه د کار اخيستنې، حساب ورکولو او روڼتيا په موخه يوه نوې لار نقشه جوړه کړې ده.
نوموړي زياته کړه:" موږ دوه ډوله تړونونه لرو، يو واړه او حرفوي تړونونه او بل ستر تړونونه دي او د وړو تړونونو په اړه د کانونو وزارت له خوا اقتصادي شورا ته وړانديز شوی، څو وکړی شو واړه تړونونه ترسره کړو، خو تر اوسه په دې اړه نهايي پرېکړه نه ده شوې چې موږ دغه تړونونه څه وخت پيل کړو."
د کانونو او پټروليم وزارت وياند د خپلو خبرو په دوام کې وويل، په پام کې لري چې تړونونه ژر تر ژره ترسره کړي، ځکه کانونه د حکومت عايداتي سرچينې دي.
نوموړي په هېواد کې د کانونو غير قانوني استخراج يوه ستره ستونزه وبلله او ويې ويل چې د کانونو وزارت د امکان تر کچې پورې له کانونو څخه څارنه کوي، معلومات يې له امنيتي ارګانونو سره شريکوي او امنيتي ځواکونه د کانونو په ساتنه کې ځانګړي تدابير لري او د اړتيا په وخت کې پوځي عمليات هم ترسره کوي.
نوموړي د هېواد له کانونو څخه د ساتنې په اړه د خلکو د همکارۍ پر اړتيا ټينګار وکړ.
خو هغه ومنله چې په هغو سيمو کې چې جګړه ده او يا ددولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي د قاچاق او غير قانوني استخراج مخنيوی او څارنه ستونزمن دي.
بدخشان، يو غرنی ولایت دی چې د سرو زو، لعل او لاجوردو په شمول تر ځمکې لاندې ډېرې زيرمې او کانونه لري او دغه ولايت له چين، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري.
ددغه ولايت د چارواکو په وينا، که د ياد شوي ولايت کانونه په قانوني ډول استخراج شي، سربېره پردې چې ښه عوايد به ولري، بلکې د زرګونو کسانو لپاره به د کار زمينه هم برابره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










