جلال اباد (پژواک،۲۰ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ټولو مامورینو په دغه ولایت کې د اتلس ملي بسونو د ترمیم په موخه د ملي بسونو ادارې سره له خپلې میاشتنۍ تنخوا څخه د مرستې پرېکړه وکړه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت د اداري مجلس په پرونۍ غونډه کې دغه پرېکړه وشوه.
هغه زياته کړه، د دغې پرېکړې له مخې د ملي بسونو د ترميم او جوړولو په خاطر به هر دولتي مامور سل ـ سل افغانۍ او ښوونکي پنځوس،پنځوس افغانۍ له خپلو معاشونو په خپله خوښه ورکوي.
بلخوا د ننګرهار د ملي بس تصدۍ امر عبدالصبور دانش وايي، چې د اتلسو ملي بسونو د ترميم لپاره دوه ميليونه او ۱۹۷ زره افغانيو ته اړتيا ده، چې د ښار او يو شمېر امنه ولسواليو ترمنځ د تګ راتګ زمينه برابره شي.
هغه پژواک ته وويل، د ملي بسونو جوړولو طرحه يې له ولايتي ادارې سره شريکه کړه، چې والي ګلاب منګل پرون د ولايت د اداري مجلس په غونډه کې موضوع له رييسانو سره شريکه کړه او هغوی هم د مرستې ډاډ ورکړ.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال ننګرهار کې ۹ عرادې ملي بسونه فعال دي، چې درې يې کامې، يو ښېوې او دره نور ولسواليو، درې ننګرهار پوهنتون، يو يې شيخ مصري ښارګوټي او بل يې هم کابل کمپ ته تګ راتګ کوي.
د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه دا يوه ملي پرېکړه ګڼي او دا چاره بې روزګاره کسانو ته د کار پيدا کېدو يوه ښه لاره ګڼي.
د دغې اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل پژواک ته وويل، که دغه کار وشي؛ نو له يوې خوا به د ننګرهار غريبو خلکو لپاره د ارزانه تګ راتګ زمينه برابره شي او له بلې خوا به ګڼو بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
مدني فعال او د نظر خاوند ميراغا منصف وايي، دا کار به د ډېرو غريبو او بې وسه خلکو سره مرسته وکړي، چې ارزانه تګ راتګ وکړي.
هغه وايي: ((له جلال اباد ښار څخه تر بهسودو ولسوالۍ لس دقيقې لار ده؛ خو ريکشا له يو نفر نه شل کلدارې کرايه اخلي، که دا ملي بسونه وي؛ نو ښايي پنځه افغانۍ واخلي.))
د يادولو ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا هندوستان له افغانستان سره د زرو ملي بسونو د ورکړې ژمنه کړې او ټاکل شوې چې له دې ډلې پنځوس عرادې يې ننګرهار ته انتقال شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










