منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې تېرمالي کال د دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٠ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تېر مالي کال يې په دغه ولايت کې د دوه میلیارده او ۶۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۰ لویې پروژې بشپړې کړې دي.

په دې پروژو کې بيارغونه، روغتيايي خدمات، د پوهنې په برخه کې پرمختګونه او کليوالو سيمو ته د اسانتياوو برابرول شامل دي چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې پلې شوې دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل، ۱۳۹۵ مالي کال ته یوه میاشت پاتې وه چې دلته د والي په توګه وټاکل شو، خو امنيتي وضعيت دومره ترينګلی و چې لومړی يې د همدې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته کړل.

دی وايي، سره له امنيتي ننګونو يې د ابادۍ او رغنیزو چارو ترسره کولو په موخه هم خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او د ولسمشر په ګډون يې د کابینې، له وزیرانو، سفارتونو، مرستندویه ادارو او نورو سره په غونډو او لیدنو کې يې دغه ولایت ته ګڼې پروژې پيدا کړې.

ګلاب منګل وويل، د ننګرهار د ابادۍ په موخه د مالي کال په پیل سره د ۵۲۹ پروژو چارې پیل او په کې تر سل زرو زیاتو بې روزګاره خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي وو.

له مرکز پر وخت د بودیجې را لېږدېدل، پروژو پلې کېدو ته زمینه برابرول او د پروژو د تطبیق په موخه د مسوولینو سره وخت په وخت موضوعات تعقیبول هغه څه وو چې د ننګرهار والي يې د دغو لاسته راوړنو لاملونه په ګوته کوي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې په ۱۳۹۵ مالي کال کې د دوه میلیاره شپږ سوه څلور میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۰ پروژې بشپړې شوې او د پاتې نورو کارونه لا هم جریان لري .

دی وايي، دغه پروژې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې پلې شوې چې د پاکو اوبو په موخه د ژورو څاګانو کيندل، د استنادي دېوالونو جوړول، د سبزيجاتو ساتلو لپاره د سړو خونو رغول، د کليوالي سړکونو جوړول، سربندونو، کاريزونو او کانالونو بيارغونه او پاک کاري او نورې بېلابېلې رغنيزې چارې په کې شاملې دي.

ګلاب منګل زياته کړه چې د تېر مالي کال په ترڅ کې د پوهنې په برخه کې اتو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او ۷ نور رغول شوي دي.

والي وايي، تېر کال د روغتيا په برخه کې ننګرهار ولايت ډېر ګټور ګامونه پورته کړي چې د جلال اباد ښار حوزوي، د پښتورګو او فاطمة الزهرا روغتونونو ته بېلابېل ډول طبي وسايل پېرل شوي، د چپرهار ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې بېړنۍ څانګه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او په دغه ولايت کې سلګونه موټرسايکلونه او لسګونه امبولانسونه د عامې روغتيا اړوند مسوولينو ته سپارل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په جلال اباد ښار کې د برېښنا دوه ترانسفرمرونه او په ياده برخه کې يوه لويه پروژه بشپړه شوې چې له امله يې زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې دي.

والي وايي، د صنعت په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی چې يوازې په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې دېرش فابريکې نوې فعالې شوې دي.

هغه وايي، دغه راز د پوهنې، روغتيا، کرنې، صنعت، کلتور او يو شمېر نورو برخو کې هم لسګونه پروژې تر کار لاندې دي چې په نږدې وخت کې به يې چارې بشپړې شي.

د ګلاب منګل په وينا، اوس هم د لسګونو ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.

والي دا هم وويل چې په کامې ولسوالۍ کې د ۱۶۷ ميليونه افغانيو په لګښت د نږدې ۱۴ کيلومتره او د سره رود له څلورلارې تر سرخ اب پل پورې د ۸۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دويم سړک جوړولو چارې هم روانې دي.

هغه وايي، د روغتيا په برخه کې هم ګڼې پروژې تر کال لاندې دي چې په جلال اباد ښار کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۲۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درملو او خوراکي توکو د کنټرول لابراتوار ودانۍ جوړول يې لويه بېلګه ده چې ۱۳۹۷ کال کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د والي په وينا، د رغونې تر څنګ يې په ننګرهار کې د امنيت ټينګښت ته هم پوره پاملرنه کړې ده چې تر اوسه يوه ولسوالۍ هم نه ده سقوط شوې او د ډېرو ولسواليو هغو سيمو ته هم امنيتي ځواکونه رسېدلي چې پخوا ورته په کلونو کلونو نه شو ورتللی.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي او د دغه ولايت اوسېدونکي تېر کال د بيارغونې په برخه کې د ولايتي ادارې د هلو ځلو ستاينه کوي؛ خو وايي، له فساد سره د مبارزې، د امنيت ټينګښت او ځينو نورو برخو ته ډېر کار نه دی شوی.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل، خپله له والي سره څو ځلې تر مرکزه تللی او هلته يې د پروژو په انتقال کې ورسره همکاري کړې ده، خو د پروژو په څارنه او تطبيق يې نيوکې وکړې.

هغه زياته کړه، ډېرې پروژې داسې پلې شوې چې ښايي ډېر لږ وخت کې بېرته له منځه ولاړې شي.

د شورا يو بل غړي اصحاب ولي مسلم هم وايي چې والي تر ډېره پر پروژو پاملرنه کړې خو د امنيت د تامين، له فساد سره د مبارزې او د پوهنې او روغتيا سکټور د ښه والي لپاره ډېر کار نه دی شوی.

مدني فعال نعمت الله همدرد که څه هم په يوه کال کې د دومره ډېرو پروژو پلې کېدل د والي د ښې ادارې زېږنده بولي، خو وايي، امنيت او فساد ته د کمې پاملرنې له امله ننګرهار لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه غوښتنه وکړه چې راتلونکي کې بايد د پروژو تر څنګ دغو برخو ته هم پاملرنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه