جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶): د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دا پروژې د مرغومي په ۳۰مه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د کانال د زیتونو څلورم فارم اړوند د کرنې ګودامونو سيمه کې پلې شوې دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د روان کال په ترڅ کې يې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو ګړندۍ هڅې پيل کړې دي .
نوموړي زیاته کړه،د همدې هلو ځلو په ترڅ کې يې نن د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې چې په کې د ۱۰ ګودامونو ترمیم، د همدې ګدامونو د احاطې دیوال جوړول، د سل میټریک ټنه په ظرفیت د ډیجیټل ترازو نصبول، د ترازو د کارکوونکو لپاره کاري خونې جوړول او په دې ګودامونو کې د دوه خونو لرونکي اداري بلاک چې نور ملحقات هم لري، شامل دي .
والي وايي، یادې پروژې چې د یو کال په موده کې بشپړې شوي،په ترڅ کې به يې په دې ولایت کې بزګرو ته د سهولتونو په برابرېدو د کوکنارو کښت کچه راکمه شي .
د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ رييس رفیع الله رحیمزي وویل، یادې پروژې د کرنې او مالدارۍ وزارت د انکشافي بودیجې څخه د یوکال په موده کې بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه په یادو پنځه پروژو کې د ۱۲ ميلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۰۰ متره د احاطې دیوال، د یو عشاریه ۹ سوه زره افغانۍ په لګښت ډیجیټل ترازو ، د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت لس ګدامونه ، د ۶ عشاریه پنځه سوه زره افغانۍ په لګښت اداري خونې او د ۶ سوه زره افغانيو په لګښت د ترازو لپاره ساختمان شامل دي .
د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې د دې ولایت بزګر په کرنیزه برخه کې لا ډېرې اړتیاوې لري له دولت څخه يې د بزګرانو لپاره په بېلا بېلو برخو کې د نورو اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز د پروژو په پلي کېدو کې په شفافیت او کیفیت ټینګار وکړاو ډاډ یې ورکړ چې د ولایتي شورا غړو او د ولس د استازو په توګه به تل د رغنیزو او نورو پروژو له چارو څخه څارنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










