هرات (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د هېواد د ترافيکو اداره د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند تړل او د خولۍ پر سر کول، د ترافيکي پېښو پر مهال د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې مهم ګڼي، خو په هرات کې يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې خلک د کمربند په تړلو او خولۍ پر سر کولو پورې خاندي.
۴۸ کلن وکيل احمد چې له لسو کلونو را په دېخوا په هرات ښار کې ټکسي چلوي، پژواک ته وويل چې يو دوه ځلې يې ساتونکى کمربند تړلی، خو د يو شمېر کسانو له ملنډو سره مخ شو او له هماغه وخته يې نور ژغورونکی کمربند نه دی تړلی.
هغه زياته کړه:" کمربند ښه دی، خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد په کلتور کې يې ځای نه دی موندلی او کله يې چې تړو نو خلک راباندې خاندي او سړی د کمربند پر تړلو شرمېږي او پر دې هم پوهېږم چې که کمربند ونه تړو، کله چې حادثه رامنځته شي، سړی خپل ژوند له لاسه ورکوي."
د هرات اوسېدونکي فيروز احمد دغه راز د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته وويل: "کله چې قانون رعايت کړو، ملنډې راباندې وهل کېږي."
د هرات يو بل استوګن عبدالغفار وويل: "له بده مرغه زموږ په هېواد کې د موټر چلولو پر مهال د ژغورونکي کمربند کارولو کلتور نه دی دود شوی، له همدې امله که لږ شمېر خلک کمربند کاروي، د يو شمېر نورو کسانو له خوا ورباندې ملنډې وهل کېږي."
هغه زياته کړه، څه وخت مخکې يې د موټر چلولو پر مهال کمربند تړلی و چې د لارې په اوږدو کې ترافيک پوليسو ترې پوښتنې پيل کړې چې دا کار دې ولې کړی؟ ښايي کومه موخه ولرې!
نوموړی پر دې باور دی چې څو د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند تړل دود نه شي او افغان ترافيک دغه موضوع جدي ونه نيسي، هم به د ترافيکي پېښو مرګ ژوبله پر خپل ځای وي او هم به پر هغو کسانو ملنډې وهل کېږي چې دغه قانون مراعاتوي.
له بلې خوا يو شمېر موټر چلوونکي او سپرلي چې د موټر چلولو پر مهال د ساتندوی کمربند او خولۍ کارولو له امله له ستونزو سره مخ شوي، نورو ته سپارښتنه کوي چې دغه مسئله دې جدي ونيسي.
د هرات ښار يو بل اوسېدونکی عبدالاحمد چې څو مياشتې وړاندې د هرات- تور غونډۍ لويې لارې په اوږدو کې له ترافيکي پېښې سره مخ شوی و، پژواک ته وويل: "شپږ مياشتې پخوا له خپلو دوستانو سره په سراچه موټر کې تورغونډۍ ته روان وم، د لارې په اوږدو کې زموږ موټر له سړک څخه ووت او چپه لاس ته واوښت، موږ ټولو کمربندونه تړلي وو، د موټر چلوونکی ووژل شو، زما يوه پښه ماته شوه او د درېیو نورو کسانو هم زما په شان لاس او پښې ماتې شوې."
دغه راز د هرات يوه بل اوسېدونکي عزيز احمد چې ورور يې د هرات- کرخ سړک ترافيکي پېښې کې ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي؛ وويل: "پر دې باوري يم، که چېرې يې کمربندونه تړلي واى؛ نو ورور او ملګرو ته مې دومره زيان نه اوښت."
ورته مهال د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې هر کال د ژغورونکو خوليو او کمربندونو د نه تړلو له امله په هرات کې لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.
دوى پر دې باور دي، که چېرې موټر چلوونکي خوندي خولۍ او کمربند وتړي؛ له شک پرته به د ترافيکي پېښو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې کچه ټيټه شي.
ورته مهال د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي هم د موټر چلولو پر مهال د ژغورونکي کمربند پر تړلو ټينګار وکړ او پژواک ته يې وويل چې دا موضوع څو ځلې له موټر چلوونکو سره شريکه شوې او په اړه يې سپارښتنه ورته شوې؛ خو بيا يې هم نه مراعاتوي.
خو د هرات د ترافيکو مديريت سرپرست غلام نبي فرخي د موټر او موټرسايکل چلوونکو له لوري د محافظتي کمربند او خولۍ د نه تړلو او پر سر کولو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل؛ له ټولو هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې ترافيکي مقررات نه مراعاتوي.
نوموړي د ترافيکي پېښو له رامنځته کېدو د مخنيوي په برخه کې د کمربند تړل ډېر مهم وبلل او ويې ويل: "د ترافيکو ادارې له لوري موټر چلوونکو ته لارښوونه شوې، جريمه شوي او تر دې چې موټر يې درول شوي؛ خو بيا يې هم د پام وړ پايله نه ده لرلې، هيله ده وکولى شو چې د پرسونل په زياتېدو سره دغه پروګرام په ښه توګه سره عملي کړو."
نوموړي زياته کړه چې له ژغورونکو خوليو او کمربندونو ګټه پورته کول؛ د ترافيکي پېښې پر مهال له مرګ د ژغورل کېدو د مخنيوي لامل کېږي.
سرچينې څرګنده کړه، که څه هم د لايسنس د وېش پر مهال موټر چلوونکو ته په دې اړه زده کړې ورکول کېږي؛ خو بيا هم په هرات او د هېواد په نورو ولايتونو کې له ژغورونکي کمربند څخه د ګټې اخيستو فرهنګ ډېر کمزورى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










