کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په لویه پکتیا کې به داسې پرمختيايي پروژې پلې شي چې د خلکو په ژوند کې به د مثبت بدلون لامل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې پرون ماښام د ځدراڼ قوم له مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو سره په کتنه کې کړې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ځډران قوم يو شمېر مشرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
يادو کسانو وویل، ځدراڼو تل د هېواد د دفاع او د دولت د پیاوړتیا په برخه کې قربانۍ ورکړې، خو د امتياز ورکولو او نورو برخو کې بيا دغه قوم هېر شوى چې ښکاره بېلګه یې په ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې د لېسو نشتوالی دی.
هغوی د سولې عالي شورا هلې ځلې وستایلې او وې ویل، د ځدراڼو مشران د خپل نفوذ او امکاناتو له لارې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د پام وړ مرسته کولی شي.
يادو کسانو په بېلابېلو برخو کې يو شمېر وړانديزونه هم ولسمشر ته وړاندې کړل.
وروسته ولسمشر غني وويل چې اساسي قانون او د هغه پر اساس شوې پرېکړې تطبیقېږي چې له امله به یې هېواد او ولس ثبات ته رامنځته شي.
ولسمشر وويل چې د لویې پکتیا خلکو او ځدراڼو د هېواد د دفاع او خپلواکۍ په ساتنه کې تل په تاریخ کې خپلې اتلولۍ او سرښندنې ثبت کړې دي.
هغه زیاته کړه، لویې پکتیا او د ځدراڼو مشرانو تل د جرګو، مرکو له لارې د وینې بهولو مخه نیولې او سیمه ییزې شخړې او ستونزې یې په سوله ییزه توګه حل کړې دي.
غني وويل: ((ځدراڼ هیچا ته لاس نه دی اچولی او نه هم چا ته لاس اچوي.))
د هغه په وينا، د پکتیا اوسېدونکي او د ځدراڼو مشران د خپلې پوهې او نفوذ له برکته د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.
محمد اشرف غني زياته کړه چې اوس د لویې پکتیا نوبت دی او د دوی ستونزو ته د رسېدو تر څنګ به په لویه پکتیا کې داسې انکشافي پروژې تطبیق شي چې له امله به یې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
غني څرګنده کړه، افغانستان په کال کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو د جلغوزیو صادرات لري چې تر دې د مخه پاکستان ته قاچاق کېدل او بیا له هغه ځایه د پاکستاني صادراتو په نوم چین ته لېږدول کېدل او حکومت په پام کې لري چې د جلغوزيو د قاچاق مخه ونیسي او د افغانستان له لارې یې نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.
ولسمشر وویل، د جلغوزیو د پروسس لپاره به په خوست او پکتیا کې دوه فابریکې جوړې شي؛ ځکه یوازې جلغوزي د افغانستان صادرات دوه برابره کولی شي.
هغه زیاته کړه، د کلیو پراختیا او کرنې وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د جلغوزیو په اړه اساسي کار وکړي.
غني څرګنده کړه چې د لویې پکتیا د صنعتي کولو او پر اقتصادي زون بدلولو لپاره ځانګړی پلان لري.
هغه زیاته کړه چې د سرحدي ولسوالیو لپاره هم انکشافي پروګرامونه په پام کې دي چې په نږدې راتلونکي کې د هغوى له تطبیق سره به د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راشي.
نوموړى دا هم وويل چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ولسي تړون پروګرام له لارې په ټول هېواد کې د ښوونځیو ستونزې هم حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










