جلال اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د اسيا پرمختيايي بانک په مالي لګښت د اوولس کيلومتره په اوږدوالي يو څلوېښت متره سړک جوړېږي چې ورسره به د جلال اباد ښار ګڼه ګوڼه کمه شي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس ظابط خان منګل د سلواغې په ۴مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه سړک اوولس کيلومتره اوږدوالى او څلوېښت متره سور لري.
هغه زياته کړه چې یاد سړک د کابل- تورخم د لويې لارې د درونټې له سرخاب پله څخه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو تر سيمې پورې غځېدلى او په اساسي ډول جوږېږي.
منګل وويل چې د دغه سړک د جوړېدو لګښت د اسيا پرمختيايي بانک ورکوي او دا به وروسته په ډاګه شي چې څومره لګښت پرې راځي او په څومره موده کې جوړېږي.
د نوموړي په وينا چې اوس یې يوازې د سروې کار پيل شوی دی.
د ټولګټو رييس وايي، اوسمهال د دغه سړک اوږدوالی اوولس کيلومتره او پلنوالی يې ۴۰ متره اټکل شوى خو ښايي تر سروې وروسته يې اوږدوالی تر پنځه ويشت کيلومترو پورې ورسېږي.
بلخوا د ننګرهار د ښار جوړونې رييس عبدالقهار حيدري وايي چې ياد سړک له ماسټر پلان سره سم له دورنټې تر ثمرخېلو دی چې په وينا يې د دغه سړک په جوړېدو سره به د سيند د غصب مخه هم ونيول شي.
د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزی وايي، د دې سرک جوړيدو سره به په ښار کې د ګڼې ګونې مخه ونيول شي او هم به د سيند د ښکلا لامل شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر بيا ټينګار وکړ چې ولايتي اداره دې په سړک کې د راتلونکو کورونو خلکو ته په يو بل مناسب ځای کې د سرپناه اسانتياوې هم برابرې کړي.
د ننګرهار ولايت يو مدني فعال عمران الله وايي چې په دې وروستيو کې له ولسواليو زرګونه کورنۍ بېځايه شوې، دغه راز له پاکستانه هم سلګونه زره کډوال راغلي چې له امله يې په جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا ډول يو سړک ته ډېره زياته اړتيا ليدل کېده او د دغه سړک په جوړېدو سره به په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره کمه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










