لښکرګاه (پژواک، ٧ سلواغه ۹۶): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په ميليونونو افغانيو جوړ شوى تفريحي پارک، د چارواکو د نه پاملرنې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دى.
دغه پارک ١٢ کال مخکې د ملت بابا په نوم پر ٤٠ جريبه ځمکه د هلمند سيند په خوا کې د شاوخوا ٤٨ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى خو د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي چې دغه پارک اوسمهال د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دى.
د دغه پارک چمنونه وچ شوي، د کاشي او مزايک ډېره برخه يې له منځه تللې، زانګو ګانې يې ماتې شوې او د ناستې ځايونه او څوکۍ هم ويجاړ شوي دي.
د دغو کسانو له ډلې عصمت الله د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملت بابا پارک ډېر ښکلى جوړ شوى و، خو اوس د له منځه تلو په حال کې دى.
هغه وايي: ((دغه پارک ډېر ښه جوړ شوى و، خو اوس يواځې سپېره خاوره او تش ډاګ دى، هغه د ناستې ځايونه يې هم خراب شوي دي.))
هغه اندېښنه وښوده که چېرې دغه پارک ته جدي پاملرنه ونه شي نو ډېر ژر به يې شنې ونې هم وچې شي.
د لښکرګاه ښار يوه هټۍ وال حفيظ الله پژواک ته وويل چې دغه پارک د هېواد په کچه په عصري ډول جوړ شوى و.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د دې پارک يوې خواته د هلمند سيند او بل لوري ته يې کانال بهيږي خو ونې او بوټي يې بيا هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.
ده زياته کړه: (( د دې پارک په داخليدو باندې پېسې اخلي، خو تر اوسه يې څو ځلې په پېسو جنجالونه هم شوي دي.))
د دغه پارک يوه بزګر عبدالغني پژواک ته وويل چې د دغه پارک د ساتنې مسووليت يواځې څلورو کسانو ته ورکړل شوى دى.
هغه وويل: ((موږ څلور تنه باغوانان يو، يواځې د اوبو ورکولو او ساتنې مسووليت يې لرو، د پاکولو لپاره يې نه امکانات لرو او نه زموږ مسووليت دى.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ځنګلونو او شنو سيمو د ساتلو امر اکرام الدين نيازي پژواک ته وويل چې د تشکيل د کموالي له امله د ملت بابا پارک زیان لیدلی دی.
هغه دا هم وويل: ((له يوې خوا بوديجه نه لرو چې پارک پرې ترميم کړو او مخکې مو چې له ټکټ څخه پېسې ترلاسه کولې هغه به مو پرې لګولې خو اوس هغه يو بل ګروپ ټولوي او بانک ته يې تحويلوي.))
نوموړى د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د هلمند د سيند نه مو چې پخوا اوبه ورکولې خو اوس د نا امنې له امله هغه اوبه بندې دي او په هغه سيمه کې مخالفين دي.))
خو بل لور ته د هلمند د کرنې رياست د پلان او پروګرامونو مدير رفيع الله قلم پژواک ته وويل چې د ملت بابا پارک د ساتنې او ترميم لپاره طرحه جوړه شوې، څو دغه پارک خصوصي سکتور ته وسپارل شي.
ده وويل چې په دې طرحه کې د ترميم چارې، نوي تاسيسات او په عصري ډول د خدمتونو وړاندې کول شامل دي.
د قلم د معلوماتو له مخې، دغه طرحه اعلان ته هم سپارل شوې ده.
همدارنګه د هلمند د چاپيريال ساتنې رييس محمد نبي خان پژواک ته وويل چې د ملت بابا پارک تر څنګ نورو پارکونو ته هم بايد جدي پاملرنه وشي.
هغه زياته کړه: ((که د دغو پارکونو جدي ساتنه او پالنه ونه شي د لښکرګاه ښار هوا به ډېره خرابه شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په لښکرګاه کې دا مهال د اتيا په شاوخوا کې پارکونه دي، خو يواځې لس یې فعال دي.
ده وويل چې د پارکونو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوى هم نه دى ورکړل شوى چې څه ډول ترې ګټه پورته کړي.
د يادونې ده، په هلمند کې د ملت بابا پارک تر څنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم شنې سيمې او په ځانګړي ډول پارکونه د اړوندو چارواکو د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










