منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې د ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

پل علم (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): په لوګر ولايت کې د ځمکو د خپلواکې ادارې، کرنې او ټولګټو رياستونو اړوند څو پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر والي محمد حليم فدايي د ځمکو خپلواکې ادارې د ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې ده چې ٢٤ خونې، دوه د کنفرانسونو تالارونه او نور ملحقات لري.

هغه زياته کړه چې پر دې ودانۍ ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د ځمکو خپلواکې ادارې د مرکزي دفتر له خوا ورکړل شوى دى.

فدايي دغه راز وويل چې د کرنې په برخه کې د ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو ۱۵ ډنډونه او ۲۳ ممیز خونې هم تر جوړولو وروسته نن پرانيستل شول.

د والي په وينا، دوى د پرمختګ لپاره ښه پلانونه لري، څو لوګر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.

ده زياته کړه چې پر يادو ٢٤ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

بلخوا د ټولګټو چارو رياست اړوند د کابل ګردېز پر لويه لاره ۹۳۰ متره  جوړ شوى استنادي دېوال هم نن ګټې اخيستنې ته وسپال شو.

د ټولګټو رييس عبدالولي وويل چې پر دې پروژې لس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، د نږدې لس ميليونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سرې میاشتې رياست د نوي اداري تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د افغاني سرې میاشتې عمومي رياست سرپرست ډاکټر ويس اکرم، په ختیځ زون کې د سرې میاشتې رييس محمد اقبال سعید او نورو چارواکو شتون درلود.

نعيمي وويل چې د سرې میاشتې ریاست دغه ودانۍ چې مالي لګښت يې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي په یوه کال کې به له قرارداد سره سم په دوو پوړونو کې د ١٠ دفتري خونو، يو سالون او نورو ملحقاتو سره د لس ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه