منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ګردېز- ډنډپټان سړک د ترمیم لپاره پیسې اخیستل شوې، خو جوړ شوی نه دی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

ګردېز (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د ګردېز- ډنډپټان سړک د بيارغونې لپاره لسګونه ميليونه افغانۍ ترلاسه شوې دي خو د سړک د ترميم چارې نه دي ترسره شوې.

بل لور ته د پکتيا خلک او سوداګر د ګردېز- ډنډپټان سړک له خراب حالته شکايت کوي او وايي چې پر دې لاره د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

سوداګر وايي چې د لارې خرابوالي يې پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او ډېری مهال يې توکي خراب او موټرو ته عوارض پيدا کېږي.

ياده لويه لاره کابو ۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې له نهو ولسواليو په تېرېدو مرکز ګردېز له سرحدي ولسوالۍ ډنډپټان سره نښلوي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د دې مهمې سوداګريزې لويې لارې د ترميم لپاره د ټولګټو چارو وزارت له خوا ۱۹۹ ميليونه افغانۍ منظورې شوې وې.

سيمه ييز چارواکي وايي چې د دې پيسو نيمايي قراردادي شرکت ترلاسه کړې خو سړک اوس هم ويجاړ پروت دى.

د دغه سړک په اړه د ميرزکې ــ ګردېز يوه ټکسي چلوونکی ضابط خان پژواک ته وويل چې د لارې د خرابوالي له امله نږدې ځای ته هم په زيات وخت کې رسېږي او د ژمي په موسم کې يې ستونزې لا زياتېږي.

نوموړي وويل: ((دا لاره ډېره خرابه ده، له حکومته غواړو چې دا راته جوړه کړي، ډېر په تکليف يو.))

د دې لويې لارې د لويو موټرو يو چلوونکی عبدالله هم وايي چې لاره کنډې او کپر ده چې له امله يې ډېرى وخت موټر په لار کې خرابېږي.

ده وويل: ((لاره خو نو داسې دربدره ده او موږ يې هم تباه کړو، ډېر کراره ځو، په هغه کې هم وخت زيات لګېږي او هم مصرف زياتېږي، ځیني وخت چې موټر عوارض وکړي، بيا نو هغه تاوان بېل وي او د وخت ضايع کېدل بېل، له دې لارې ډېر تاواني يو.))

د څمکنيو د لواړې خولې سيمې اوسېدونکی حاجي نورالدين هم په دې اړه پژواک ته شکايت کوي او وايي چې دغه سړک ته د پيسو له منظورېدو وروسته يې څو ځلې د سړک د ترميم خبرې اورېدلې، خو په عمل کې يې څه نه دي ليدلي.

نورالدين له ولايتي او مرکزي چارواکو غواړي چې د سړک د ترميم چاره جدی تعقيب او غفلت يا فساد کوونکي کسان تشخيص او سزا ورکړي.

دی وايي: ((نن سړک جوړ شي، د ملت پيسې پرې ختمې شي، درې مياشتې وروسته بېرته خراب وي، موږ له والي صېب او اشرف غني صېب څخه غواړو چې دغه سړک راته جوړ کړي او ورته د منظورو شوو پيسو پوښتنه وکړي. کنه د قيامت په ورځ به زموږ لاس او د چارواکو ګرېوان وي.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې د ياد قرارداد اسناد يې کتلي او د ده د کاري دورې له پيل مخکې اړوند شرکت د پروژې د ټاکل شوو پيسو پنځوس سلنه ترلاسه کړې ده.

کټوازي وويل چې د شرکت مسوولين يې راغوښتي او په جدي ډول يې ورته د پاتې کار د ترسره کولو امر کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((شرکت والو ته مې ويلي چې په پاتې پيسو د سړک سم کار وکړي، کار به کوي او که سم نه و، بيا يې هم پرې کوو او رسنۍ به په جريان کې کوو.))

خو د پکتيا د فوايد عامې رييس عبدالله دراني پژواک ته وويل چې اړوند شرکت د سړک د ترميم ځيني کارونه کړي او د کړي کار پيسې يې اخيستې دي.

دراني پژواک ته وويل چې شرکت د سړک ځيني پلچکونه هم رغولي او له ژمي وروسته به يې پاتې کارونه هم ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه خو پيسې نه دي ايستل شوي، کوم کار يې چې کړی د هغو پيسې يې اخيستې دي، دا پيسې وزارت ماليه ورکوي او ډېر دقت په کې کوي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سړک ترميموونکي شرکت له مشر نيازمحمد شېرزاد سره هم خبرې وکړو خو دا چې نوموړی له هېواده بهر دى نو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

نيازمحمد شېرزاد تر دې وړاندې د ملي شورا له ځينو غړو شکايت کړی و چې په چارو کې يې لاسوهنه کوي او پيسې ترې غواړي.

د هېواد د نورو سيمو په څېر په پکتيا کې هم د رغنيزو پروژو او سړکونو په اړه يو لوی شکايت دا دی چې يادې پروژې له بشپړېدو وروسته د کم وخت په تېرېدو بېرته تخريب او له منځه ځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه