جلال اباد (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۶): په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې همهاله د نيالګيو ايښودلو پسرلنی کمپاين پيل شوچې پرمهال به يې په دغو ولايتونو کې په سلګونه زره نيالګي کېښودل شي.
د نيالګيو ايښودلو پسرلنی کمپاین د سلواغې په ۱۱ مه په داسې حال کې پیل شو چې پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره، د جلال اباد سرپرست ښاروال، ولایتي شوراغړي، د چاپیریال ساتنې ريیس او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل چې د پسرلي په موسم کې د ټولنې هر غړی د اسلامي او اخلاقي مسوولیت له مخې باید خپلو شاو خوا سیمه کې یو نیالګی کينوي او د یو منظم پلان له مخې يې ساتنه او روزنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د نيالګيو ايښودل د چاپريال په سمسورتیا، د اوبوپه ډېروالي، د هوا په پاکۍ او د ګڼ شمېر ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
ده داهم وویل چې د دې ولایت ټولو ولسوالانو ته يې د طبعي ځنګلونو د ساتنې په برخه کې جدي سپارښتنه کړې.
د جلال اباد سرپرست ښاروال حکیم الدین عمرخېل وویل، سږ کال به شاوخوا ۱۵ زره زینتي بوټي د ښار په بېلا بېلو برخو کې کینوي .
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د بوټو په کینولو او ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.
د ننګرهار د چاپيريال ساتنې ادارې رييس فضل الربي حميم وويل چې د نیالګيو کرل د چاپيريال پاکوالي ته ډېره ګټه رسوي او بايد د کرلو ترڅنګ يې ساتنې ته هم پاملرنه وشي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان د مرکز په ګډون په پنځه ګونو ولسوالیو کې هم د ۴۰۰ باغونو د جوړولو پروژه او نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د یو ښکلي، پاک او منظم چاپېریال لرلو په موخه باید د یو یو نیالګي په ايښودلو سره د لغمان د زرغونتیا په سږني جشن کې ټول خلک برخه واخلي.
نعیمي زیاته کړه چې سږ کال هم لکه د تېر په څېر له ولایتي ادارې سره په څنګ کې ( د لغمان د زرغونتیا جشن ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو له دغه سرتاسري کمپاین سره بیا هم ځوانان او د مدني ټولنو استازي خپلې چارې همغږې کړي او دغه کمپاین له خپلې ولایتي ادارې سره یو ځای تر لرې پرتو سیمو هم وغځوي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس محمد جمیل خوشحال وویل چې سږ کال په ټول لغمان کې شاو خوا یو میلیون نیالګي دغه ریاست او د شخصي قوریه لرونکو له لوري تولید شوي چې پر لغمان سربېره به په شا و خوا ولایتونو کې د سمسورتیا په موخه کېښودل شي.
دغه راز د لغمان ولایت په مرکز سربېره د قرغیو، الینګار، الیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو د ګڼ شمېر بڼوالو لپاره په یادو سیمو کې په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د سخت زړو او پستو میوه لرونکو بوټو د ۴۰۰ کوچنیو باغونو پروژه پيل شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










