کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۶): په کندهار ښار کې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ولسي تړون د پروګرام اړوند د دویم پړاو پروژې پيل شوې.
په دغو پروژو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرول، د کوڅو او لښتیو جوړول، د زده کړې لپاره د معیاري ودانیو جوړول، د روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړول، د شپې له پلوه د کوڅو او سړکونو روښانه کول، د ښځو لپاره اقتصادي پروژې، تفریحي پارکونه او نور شامل دي.
د دغه پراختيايي پروګرام مالي ملاتړ د نړيوال بانک له لوري کېږي.
د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو معین عبدالباقي پوپل، د کندهار والي زلمي ویسا، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او یو شمېر مخورو ګډون کړی وو.
عبدالباقي پوپل وویل، د ولسي تړون په چوکاټ کې د دویم پړاو پروژې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت پیلېږي چې په دې سره به د خلکو لومړنۍ اړتياوې پوره شي.
هغه زیاته کړه، د ولسي تړون د پروګرام او پروژو پيل يې له کندهار څخه وکړ، خو په راتلونکو څو ورځو کې به دغه پروسه د هېواد درېیو نورو زونونو هرات، مزار او ننګرهار ولايتونو ته هم وغځوي.
دی، وايي، په کندهار کې له تېر یوه کال راهیسې د ٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دغه پروګرام د لومړي پړاو پروژې روانې دي چې اوس یې دویم پړاو پيلوي او ٢٠ ميليونه ډالر نور به هم په بېلابېلو برخو کې ولګوي.
هغه یادونه وکړه چې د ياد پروګرام د غځولو لپاره يې له نړیوال بانک څخه شل ميليونه ډالره نور تر لاسه کړي چې د خپلو پروګرامونو د دوام تر څنګ به د کوچيانو او کډوالو کورنیو سره هم مرستې کوي.
کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وویل، د ولسي تړون پروګرام به د کندهار ښار په هغو سیمو کې پلی شي چې د ښاروالۍ له خدمتونو بې برخې وې.
هغه زیاته کړه، په دې سره به خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي او د ښار په ښکلا کې به د پام وړ بدلون راشي.
د کندهار والی زلمي ویسا د دې پروګرام ستاینه وکړه او ویې ویل، د دې پروګرام ارزښت په دې کې دی چې د ولسي خلکو په خوښه پروژې انتخاب او عملي کېږي، خو د روڼتیا او کیفیت په موخه به یې ولایتي اداره جدي څارنه کوي.
کندهار ښاریان د دې پروګرام په پيلېدو خوښ دي او د ښه پلي کېدو په هیله یې دي.
login or register a new account.