جلال اباد (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۶): له ننګرهاره کابل ته د مزدورۍ په موخه راغلى يو ځوان د صدارت څلورلارې په پېښه کې په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړ چې پلار يې بندي دی او د کورنۍ مسووليت يې اوس يوه ١٢ کلن ماشوم ته پاتې شو.
د تېرې شنبې په ورځ د سلواغې په ٧مه د کابل ښار د صدارت څلورلاره کې د طالبانو له خوا د يوه امبولانس په وسيله ځانمرګى بريد ترسره شو چې په کې ١٠٣ کسان ووژل شول او ٢٣٥ نور ټپيان شول.
د دې پېښې په قربانيانو کې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد واجد هم شامل و چې د يوې ګولې روزي پيدا کولو په موخه کابل ته تللى و.
اوس د درېيو خويندو او مور په ګډون يې کورنۍ دوولس کلن کشر ورور ثناء الله ته پاتې ده، په داسې حال کې چې پلار يې نشتري ګل په زندان کې شپې ورځې تېروي.
نشتري ګل درې کاله وړاندې له خپلوانو سره د کورنۍ شخړې له امله پر شل کاله بند محکوم او زنداني شوى دى.
محمد واجد کابل ته د مزدورۍ لپاره تللی و، خو هلته د خپل موبایل ترمیمولو لپاره موبایل جوړوونکي ته ورته چې چاودنه پرې وشوه او د تل لپاره یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوه.
د هغه کشر ورور ثناءالله وايي چې درې ورځې د ورور د زنګ په تمه و، خو دغه ځل يې د وررو زنګ رانه غى، بلکې يو بل نفر د ټيلېفون له لارې د ورور د مرګ خبر ورکړ.
د واجدالله جنازه د سلواغې په ١٠مه په کامې ولسوالۍ کې وشوه او پلار یې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره په ضمانت له بنده خوشی شوی وی..
د واجدالله کشر ورور ١٢ کلن ثناءالله د جنازې له مراسمو وروسته کله د بندي پلار تر څنګ ولاړو پوليسو او کله هم د خپل ورور قبر ته کتل او په سترګو کې یې ډېرې پوښتنې ښکارېدې.

ثناءالله چې که څه هم د نور څه ويلو توان نه درلود،خو یوازې د خپل پلار د خلاصون غوښتنه يې وکړه.
ثناءالله له خپلې مور او خويندو سره اوس د تره د زامنو له ډاره او د کور د سرپرست د نشتوالي له امله له ماماګانو سره اوسېږي، خپل کلی او کور يې پرېيښي دي.
د ثناء الله سپين ږيری پلار نشتري ګل د ولسي جرګې له غړي ميرويس ياسيني خوښ و چې په بده ورځ يې ډېر لاسنيوی کړی، د زوی د جسد پيدا کول او په ضمانت د ده په خلاصون کې يې مرسته کړې ده.
هغه په داسې حال کې چې د زوی د مرګ ژړا يې د سترګو د اوښکو چينې وچې کړې او سترګې یې سرې اوښتې وې، د خپلې بې وسۍ او د خپلې کورنۍ د بې کسۍ فريادونه يې کول.
نشتري ګل پژواک ته وويل: ((ورور سره مې لانجه کړې وه، هغه په محکمو کې پيسې ورکړې او ټولو محکمو راته د شل کاله بند سزا واوروله، زه قانون هم منم او حکومت هم منم، که ماسره ظلم شوی او که انصاف، ما غږ ونه کړ؛ خو اوس مې کورنۍ بې سړي شوه، که مې حکومت ازاد کړي نو دا به زما له بې سرپرسته لورګانو سره ډېره لويه همدردي وي.))
محمد واجد د خپل کور تر څنګ هديره کې خاورو ته وسپارل شو، له کوره يې د ژړاګانو غږونه تر هديرې راتلل.
د هغه مور چې له خبرو لوېدلې وه، له ژونده يې شکايت نه درلود، خو پرې د راغلو جوړه غمونو يادونې له امله يې ستونی بند بند کېده.
نوموړې که له يوې خوا د زوى مرګ بې حاله کړى و؛ نو له بلې خوا د خاوند ١٧ کاله پاتې بند لکه د غره په څېر اندېښنه ورته ولاړه وه.
هغې پژواک ته وويل: ((واجد زوی ته مې ډېره تمه وه، خدای رانه واخيست، ثناء الله د ګټې وټې نه دی، په ما تېره ده، خو د لورګانو ساتنه مې له خاونده پرته سخته ده، حکومت ته مو سترګې اوړي چې خاوند مې را خوشی کړي.))
له نوموړې سره تر څنګ ناسته لور يې هم د خپل پلار د خلاصون غوښتونکې ده، له حکومته غواړي چې پلار یې ور خوشی کړي.
هغه وايي: ((حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې زموږ بندي پلار زموږ د سر سيوری دی، دا مو غوښتنه ده چې الله پاک يې را خلاص کړي.))
د کامې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس او قومي مشر رحمن الله دل اغا د محمد واجد مرګ د نشتري ګل د کورنۍ لپاره يو بل ستر ګوزار ګڼي او له حکومته هيله من دی چې نشتري ګل ته بښنه اعلان کړي.
هغه پژواک ته وويل، نشتري ګل درې کاله وړاندې همداسې بې ګناه بندي شوی خو که اوس يې حکومت را خوشی نه کړي؛ نو کورنۍ به يې بې سرنوشته پاتې شي.










