ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې موضوع د څېړلو امر شوی

تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې موضوع د څېړلو امر شوی

author avatar
3 Feb 2018 - 11:54
تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محاکمې موضوع د څېړلو امر شوی
author avatar
3 Feb 2018 - 11:54

تالقان (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د تخار والي او نورو سيمه ييزو چارواکو ته امر شوى چې په چاه اب ولسوالۍ کې د يوې ښځې د صحرايي محکمې موضوع جدي وڅېړي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري.

له تېرو دوو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې يوه ويډيو خپره شوې چې له مخې يې يو شمېر کسان په عام محضر کې يوه ښځه په لرګيو وهي.

دې ښځې ته چادري اغوستل شوې او يو بل کس چې زېړې جامې او واسکټ يې پر ځان کړي او پکول يې هم پر سر دى، پر لرګيو دغه ښځه وهي او نور کسان يې نندارې ته ولاړ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار ولايت د  چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي سراج الدين د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښځه د دې ولسوالۍ د رباط د کلي اوسېدونکى ده.

هغه وايي: ((دغه ښځه د حضرت علي په نوم له يو هلک سره د نامشروع اړيکو په تور د خپل ماما فيض له لوري په عام محضر کې وهلې شوې.))

د هغه په وينا، حضرت علي هم په عام محضر کې پر لرګيو وهل شوی خو ويډيو بيا يواځې د ښځې خپره شوې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم ياده موضوع تاييد کړه اويې ويل چې دغه ښځه د خپلې کورنۍ د غړو له لوري صحرايي محکمه شوې ده.

د تيمور د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ليندۍ په مياشت کې شوې خو تر اوسه چا په دې اړه کومه عريضه نه ده کړې.

ده وويل چې ډېر ژر به د پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى هم سيمې ته واستول شي.

بل لور ته دې پېښې د حکومتي چارواکو غوسه هم راپارولې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار سيمه ييز چارواکي بايد دغه موضوع جدي وڅېړيي.

په اعلاميه کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د عمومي رييس عبدالمتين بيک له خولې ليکل شوي: (( You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.