کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): هغه ٢٩ کلنه مېرمن چې له واده اته مياشتې وروسته يې د امن خونې ته پناه وړې، وايي چې د مېړه او د هغه د کورنۍ ناوړه چلند او وهلو ډبولو د ژوند خوښۍ ترې اخيستې دي.
دغه ٢٩ کلنه مېرمن چې مستعار نوم يې کامله دى، له هغې سره د خبرو لپاره مې کابل کې له ښځو د يوه حمايوي مرکز څخه ليدنه وکړه.
نوموړې چې سترګو يې نامتوازن حرکتونه درلودل او ټول بدن يې لړزېده، په بنده ژبه پژواک خبري اژانس ته وويل: "اته مياشتې وړاندې مې له يوه ٤٥ کلن کس چې لومړۍ مېرمن يې وفات شوې وه او يواځې يو ١٢ کلن زوى او ١٠ کلنه لور يې درلوده، له ناچارۍ او د کورنۍ له رضايت پرته واده وکړ."
کاملې د اوښکو په تويولو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: "د ورېندارې ناوړه چلند او پېغورونه يواځينى علت و، له دې پرته چې خپل راتلونکي ته فکر وکړم، نو له ياد عمر خوړلي کس سره واده کول ته حاضره شوم."
هغې زياته کړه: "ورېندارې به مې زياتره وخت پيغور راکاوه چې زړه شوې، خو چا ونه کړې، ترڅو پورې به د وروڼو مفته ډوډۍ خورې."
يادې مېرمنې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ورېندارې پېغورونو له هغې د ١٥ کاله مشر سړي سره واده کولو ته اړ ايسته، وويل: "له واده مې څو اونۍ نه وې تېرې شوې چې د مېړه په چلند کې مې هم بشپړ بدلون راغى او د هرې ورځې په تېرېدو سره به مې خوښۍ کمېدې، ځکه ناسکه زوى او لور به مې راسره سم چلند نه کاوه او هره ورځ به يې په بېلابېلو بهانو پر مېړه وهلم."
هغې وويل: "په دغو اتو مياشتو کې مې له موره خوړلې شيدې بېرته تر ستونې راورسېدې، ځکه بې کسه وم او د شکايت کولو ځاى مې نه و، مېړه مې چې هره ورځ کور ته راته، نو د ناسکه بچيانو د تحريک له امله به يې هره ورځ پر سوکانو او لغتو، لرګيو، پيپ او سيخونو وهلم ډبولم."
کامله چې په څېره کې يې ډار تر سترګو کېده او د هرې جملې په ويلو سره به يې ژړا زياتېده، د خبرو په منځ کې سلګيو ترې وار واخيست او بيا يې خپلې اوښکې په ټکري پاکې کړې او د څه مودې لپاره چوپ شوه.
خو بيا يې په يوځلي خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: "ورځې، اونۍ او مياشتې مې په دا ډول دردناک وخت سره تېرې کړې؛ ځکه هره ورځ به د خپلو ناسکه بچيو او د مېړه له لوري په بېلابېلو بهانو ځورول کېدم."
هغې وويل: "تر دې وضعيت راورسېدم چې نه مې په خپل کور او نه هم د مېړه په کور کې د شپې و ورځې تېرولو ځاى پيدا کړ، ورور مې له دې امله چې د هغه د خوښې خلاف واده مې کړى او مېړه مې هم د خپلو بچيانو د څرګندونو له امله، د پناه ځاى رانه کړ."
نوموړې د لوړ اواز ژړا سره وويل: "له واده وروسته راسره د کورنۍ ټولو غړو پرېکون وکړ."
کاملې چې ټول بدن يې د پاڼې په څېر خوځېده او د چاقو او سوځېدو نښې نښانې يې په سر او مخ کې تر سترګو کېدې، وويل چې مېړه به يې هره ورځ د خلکو جېبونه وهل او يوه ورځ چې کله يې په ښار کې د يوه کس جېب واهه، نو له ياد کس سره په جګړه شو چې په پايله کې يې د موبايل څښتن په چاقو سره وواژه او په خپله بيا وتښتېده.
هغې زياته کړه: "مېړه مې له هغه وروسته دغه کيسه په کور کې تکرار کړه او زه يې هم له کوم چمتووالي پرته سفر کولو ته اړ ايستم، څو له هغه سره پاکستان ته ولاړه شم چې د يوې مودې لپاره د قانون له منګولو وژغورل شي."
کاملې وويل: "پاکستان ته مې سفر د بدبختيو يوه بله نوې پاڼه وه، چې پر وهلو ډبولو سربېره به مې مېړه مجبورولم چې هره ورځ د خلکو په کورونو کې کار وکړم او پيسې ورته راوړم."
دغې درد ليدلې مېرنې په ژړا-ژړا سره وويل: "ډېرى وخت به مې د خلکو په کورونو کې جامې وينځلې او کورونه به مې پاکول؛ کله به چې ماښام مهال کور ته راتلم، نو ټولې پيسې به مې رانه مېړه اخيستې او بيا به يې پرې قمار واهه."
هغې زياته کړه، د هرې ورځې په تېرېدو سره به يې وړتيا او توان کمېده، ډېرى وخت به يې د کار پر مهال د کمزورۍ حس کاوه، خو له زغم پرته بل څه يې نه لرل او د ګيلې ځاى يې هم نه درلود.
کاملې په داسې حال کې چې لاسونه يې په يو بل پورې موږل او په خپلو نوکانو سره به يې ټپي شوي ځايونه ګرول؛ وويل: "داسې احساس مې وکړ چې نور دا ډول وضعيت نه شم زغملى؛ پرېکړه مې وکړه چې کور يې پرېږدم او کابل ته راشم او بېرته د خپل ورور کور ته پناه يوسم."
کاملې نور د خبرو کولو وس نه درلود او د ضعف حالت پرې راغى چې د يوې مودې لپاره مو له هغې سره د مرکې جريان هم وځنډاوه.
له شاوخوا نيم ساعت وروسته، کاملې يو ځل بيا د خبرو کولو توان پيدا کړ.
هغې وويل: "کله چې له پاکستان څخه په پټه کابل ته وتښتېدم او د ورور کور ته ولاړم، خو ورور مې له کور وشړلم او له هغه وروسته بيا د يواځينۍ خور کور ته لاړم چې د هغوى په کور کې مې څو ورځې په ارامۍ تېرې کړې."
کاملې زياته کړه: "د خور په کور کې د څو ارامه ورځو په تېرولو سره مې د مېړه په راتګ سره بيا ژوند تريخ شو او په پايله کې مې د مېړه په خوږو خبرو او ژمنو خور مجبوره شوه، چې له مېړه سره مې د تګ هوکړه وکړي."
هغې زياته کړه: "مېړه مې په هيڅ وعده وفا ونه کړه، زموږ د اوسېدو لپاره يې يو کنډواله کور په کرايه ونيو او د اونۍ په پاى کې يې رانه د پيسو غوښتنه وکړه، څو د پاکستان لپاره کار کولو ته لاړ شي؛ دا چې پيسې مې نه درلودې، نو سخته يې ووهلم او په سر يې سرې اوبه راته واچولې او په چاقو سره يې ژوبله کړم، تر دې چې بېهوشه شوم."
دغې درد ليدلې مېرمنې زياته کړه: "ګاونډيانو روغتون ته ولېږدولم او د امن خونې مې دغه غم په اوږه واخيست."
يادې مېرمنې په غيرنورمال ډول په داسې حال کې چې خپل ځان يې په ستونزمن ډول کنڼرول کړ، وويل چې مېړه يې اوس په زندان کې دى او ناسکه اولادونه يې تښتېدلي دي.
خو کامله اوس له دولته غواړي چې له مېړه څخه ورته طلاق واخلي، ځکه نوره له ياد ظالم کس سره ګډ ژوند کولو ته چمتو نه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










