منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وزيرانو شورا د غونډو نوې ودانۍ پرانېستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل(پژواک، ١۶ سلواغه ٩٦): د وزيرانو شورا د ناستو لپاره نوې ودانۍ چې لګښت يې ١٣٨ميليونه افغانۍ کېږي، د سپېدار ماڼۍ په انګړ کې جوړه شوې ده چې نن په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله ددې ودانۍ د پرانېستې مراسمو ته وويل:((د وزيرانو شورا د ناستو ودانۍ کار  يو کال وړاندې د سپيدار ماڼۍ په انګړ کې پيل شوى و، کار يې له ټاکل شوې مودې وړاندې پاى ته ورسېد او نن په رسمي ډول پرانېستل شوه.))

 نوموړي زياته کړه چې د وزيرانو شورا ودانۍ د وزيرانو شورا د ناستو سالون، د عمومي ناستو تالار او ځينې نور دفترونه لري چې پخوا د اجراييه رياست په دفتر کې جوړېدل، خو له دې وروسته به د وزيرانو شورا ناستې په نوې ودانۍ کې چې د وزيرانو شورا لپاره جوړه شوې، تر سره کېږي.

نوموړي وويل چې دا ودانۍ د يوه خصوصي شرکت له لوري په بنسټيز ډول جوړه شوې او لګښت يې د حکومت د بوديجې له لوري ورکړل شوى دى.

د هريرود شرکت انجنير او ددې پروژې مسوول اسدالله د وزيرانو شورا د ناستې ودانۍ عمومي مساحت ٢٢٥٠ متره مربع ياد کړ او ويې ويل چې اصلي ودانۍ په ١٢٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده.

هغه وويل:((دا ودانۍ په اساسي او مډرن ډول جوړه شوې او هڅه مو کړې چې له کورنيو ودانيزو توکو استفاده وکړو، خو کړکۍ او دروازې يې له بهره واردې شوې دي.))

د ويلو ده چې د وزيرانو شورا نننۍ ناسته په نوې ودانۍ کې تر سره شوه.

د حکومت اجراييه رييس عبدالله په دې ناسته کې د کابل د وروستيو پېښو په اړه خبرې وکړې او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې د کابل د امنيتي وضعيت په اړه ډېرې هڅې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه