کندهار (پژواک، ۱٧ سلواغه ۹۶): د کندهار ولایت چارواکي وايي، د عمر بن الخطاب د جامع جومات پاتې کارونه به بېرته ژر پیل شي.
جامعه عمر چې اوس د عمر بن الخطاب جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې کلونه مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.
د دويم ځل لپاره د دغه جومات جوړولو چارې په ١٣٨٩ لمریز کال کې پيل شوې، خو بیا هم وځنډېدې. درېيم ځل یې بیا د جوړولو چارې په ۱۳۹۲ کال کې پیل شوې چې د یوه کال په موده کې یې ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې.
اوس مهال د دغه جومات د پاتې ساختماني چارو پيلولو په موخه د ارزونې یو پلاوی له کابل څخه کندهار ته راغلی دی.
د کندهار والي زلمي ویسا پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې ده د راغلي پلاوي له ارزونې وروسته د دغه جومات پاتې ۲۰ سلنه ساختماني چارې ژر پیل شي.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د دغه جومات د جوړولو یوازې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي چې د بودیجې د نشتوالي او ځینو نورو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي وو.
دی وايي، په دې وروستیو کې د کندهار ولایت له مقام او ښاروالۍ له مرکز سره یې خبرې کړې او له هغوی یې ډاډ ترلاسه کړی چې د دغه جومات جوړولو پاتې چارې به بشپړوي.
والي له دغه پلاوي غوښتي چې په درېیو ورځو کې د دغه جومات پاتې شل سلنه کارونه و ارزوي، راپور یې ولایت مقام او مرکز ته وړاندې کړي څو ژر تر ژره د دغه جومات جوړولو چارې پیل شي.
د ده په خبره، دغه پروژه د جومات تر څنګ دوې نورې برخې د ديني زده کړو دارالعلوم او د مارکېټ برخې لري چې اوسمهال يې يوازې د جومات د جوړولو چارې ترسره کېږي.
د عمر جامع د پروژې د لومړۍ برخې پر جوړولو شاوخوا ٣،٥ ميليونه ډالر لګښت راغلى چې هغه مهال د حامد کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.
د هېواد د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جامع په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړونو په لرلو سره د ١٨ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.
د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې وي او دغه مسجد به په ډېر پرمختللي او عصري سيستم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ دنګې منارې او هره مناره به د ليفټ سيستم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنېټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.
د يادونې ده چې د حضرت عمر فاروق جومات (جامعه عمر) اوس په هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو لهخوا وسوځول شوه او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې و.
د طالبانو له راتګ سره سم د همدې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامع او مدرسې کار پيل شو چې د عمر جامع په نوم ونومول شوه.
هغه مهالد جامع د رغونې کار يوې پاکستانۍ خيريه ادارې الرشيد ټرسټ پر غاړه واخيست او ويل کېدل، چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










