منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په دايکنډي کې د زعفرانو له کښت سره د خلکو لېوالتيا زياته شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

نيلي (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): د دايکنډي چارواکي وايي، په ياد ولايت کې د زعفرانو له کښت سره د خلکو لېوالتيا زياته شوې او په روان کال کې په دغه ولايت کې شا وخوا ٥٠ کيلوګرام زعفران راټول شوي دي.

د دايکنډي د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست چارواکو او بزګرانو په وينا، د دغه ولايت د غوره اوبو او هوا له امله زعفران له طبعيت او چاپېريال سره ښه توافق لري او د دغه ولايت په ډېرى ولسواليو کې کښت وړ دي.

د دايکنډي د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس سيد عبدالواحد وايي، د دايکنډي زعفرانو د نورو ولايتونو د زعفرانو په پرتله ډېر غوره کيفيت لري.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ياد ولايت کې د لومړي ځل لپاره په ١٣٩٠ لمريز کال کې په لس ټوټې ځمکه کې په ازمايښتي ډول زعفران وکرل شول چې اوسمهال دغه اندازه ٢١ ټوټو ځمکې ته رسېدلې ده.

نوموړي زياته کړه، د روان کال په ترڅ کې په ياد ولايت کې نږدې پر ٥٠ جريبه ځمکه زعفران کرل شوي چې شا وخوا ٥٠ کيلوګرامه حاصلات ترې راټول شوي، خو د تېرو کلونو د حاصلاتو اندازې په اړه يې کره معلومات په ډاګه نه کړل.

فيروز له زعفرانو سره د بزګرانو د لېوالتيا خبره هم وکړه او زياته يې کړه، له زعفرانو سره د بزګرانو د لېوالتيا يو دليل دا هم دى چې له هر جريب کرل شوې ځمکې يو تر دوه کيلوګرامه زعفران ترلاسه کېږي او کښت يې هم د نورو حبوباتو په پرتله ډېر عايد لري.

د دايکنډي د کرنې مشر زعفران د هېواد د بزګرانو لپاره تر ټولو ډېر عايد لرونکى محصول وباله او ويې ويل، سږ کال دکابل او هرات په بازارونو کې هر کيلوګرام زعفران په ٩٠ زره افغانۍ پلورل شوي دي.

خو نوموړي د بزګرانو په مخ کې د زعفرانو د توليد لپاره د کرنيزو شرکتونو، سوداګرو او متقاضيانو نه شتون يوازېنۍ ستونزه وبلله او ويې ويل، له همدې امله د دايکنډي زعفران د کابل او هرات په بازارونو کې له نوم پرته پلورل کېږي، خو بيا هم د کابل او هرات په بازارونو کې له ګرم هرکلي سره مخ کېږي.

د دايکنډي ولايت يوه بزګر داود وويل، پخوا به يې کوکنار کرل، خو له تېرو دوه کلونو راهيسې زعفران کري چې ښه عوايد يې هم ترې ترلاسه کړي دي.

هغه له حکومت غواړي چې د بزګرانو ترمنځ د زعفرانو کښت د رواجولو لپاره هلې ځلې وکړي او دغه راز د ياد ولايت په ټولو ولسواليو کې د زعفرانو د کښت څرنګوالي په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه ترسره کړي.

روان کال کې په ياد ولايت کې د نارينو سربېره ښځو هم پر ١٣ ټوټو ځمکو زعفران کرلي دي.

بينظير حسيني چې د زعفرانو پر کښت بوخته ده، وايي چې د زعفرانو کښت د ښځو لپاره يو مناسب شغل دى او د ښځو په منځ کې يې هيلې رامنځته کړې دي.

د يادو مېرمنو له ډلې يې مېرمن بومانه هدايت چې له تېرې څو مودې راهيسې د زعفرانو پر کښت بوخته ده، له ياد کرنيز محصول څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، له کله راهيسې يې چې د زعفرانو د کښت کار پيل کړى نو  چاته يې لاس نه دى اوږد شوى او د زعفرانو د حاصلاتو د عوايدو له لارې ټول لګښتون پوره کوي.

زهرا يوه بله مېرمن چې پر يو جريب ځمکه يې زعفران کرلي، وايي چې په روان کال کې يې له يوه جريب ځمکې يو کيلوګرام زعفران ترلاسه کړي دي.

هغې زياته کړه، يو کيلوګرام زعفران يې په ٨٥ زره افغانۍ پلورلي او له دې پيسو يې سربېره پر دې چې له خپلې کورنۍ سره مرسته کړې؛ خپلې ټولې اړتياوې يې هم ترې پوره کړې دي.

نوموړې د کرنې له رياست او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې د محصولاتو د پلور لپاره ورته زمينه برابره کړي، څو دوى د پلور  پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي او د زعفرانو کښت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د دايکنډي د کرنې ادارې چارواکي وايي، د زعفرانو د رواجولو لپاره بزګرانو ته ځمکې په واک کې ورکوي او هڅه کوي چې په ياد ولايت کې د زعفرانو د ډېر پلور او معاملاتو لپاره مرکز رامنځته کړي.

وروستيو څو کلونو کې د غذايي موادو د سنجش نړيوال انسټيټيوټ له لوري د افغانستان زعفرانو ته د غوره او بهترينو زعفرانو نوم ورکړى دى.

د زعفرانو کښت د بيو د لوړوالي او ډېرې اغېزمنتيا له امله افغانستان کې د کوکنارو د کښت غوره بديل دى، ځکه افغانستان د زعفرانو د کښت لپاره ډېر مساعد هېواد دى.

د کرنې متخصصين وايي، چې زعفران  غذا او چاى ته خوند او رنګ ورکوي، طبي برخه کې لکه د څېرې روڼتيا، د معدې پياوړتيا، کبد، مفاصلو درد، ساه لنډۍ، له سرطان او تومور د ژغونې، د وازدې او د وينې کلسټرول د راکموالي او نورو ګټو لپاره غوره بوټى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه