منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پرمختيايي پلان د خلکو په مشوره جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت پرمختيايي پلان کې به د خلکو غوښتنو ته هم ځای ورکړي او په همدې موخه يې له خلکو سره مشورتي غونډې   پيل کړې دي.

د ننګرهار ولايت چارواکو د ۱۳۹۸ کال پرمختيايي پلان جوړولو لپاره د سلواغې په ۲۳مه له ولسونو سره غونډه وکړه، څو د دوی اړتياوې او غوښتنې په پلان کې شاملې او د منظورۍ په موخه مرکز ته ولېږل شي.

د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي وويل، سيمه ييزه حکومتولي هغه مهال بريالۍ کېږي چې په هره برخه کې د ولسونو نظرونو او غوښتنو ته پاملرنه وشي.

نوموړي زياته کړه، له دې وروسته پرمختيايي پلان ولسونو سره په مشوره جوړيږي او د ولسونو ټولو اړتياوو او غوښتنو ته به په کې بشپړه پاملرنه کېږي.

ده د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د خپلو ولسواليو ټولې ستونزې او غوښتنې ورسره شريکې کړي، څو په پرمختيايي پلان کې شاملې او د منظورۍ لپاره مرکز ته ولېږل شي.

د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار وويل، له نننۍ غونډې څخه يې موخه په پرمختيايي پلان کې د ولسواليو د اړتياوو او غوښتنو شاملول دي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د بوديجې د ترتيب او وګړو رول په اړه خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې هر اړخير معلومات له دوی سره شريک کړل.

د اسلا ادارې استازي امېد کيهان د تېرو کلونو په پرمختيايي پلانونو رڼا واچواله او زياته يې کړه چې د ۹۸ کال په پلان کې د پام وړ بدلون راغلی چې له مخې به يې د ولسونو زياتې ستونزې حل شي.

ولايتي مسوولينو ډاډ ورکړ چې له دغې غونډې وروسته به د ټولو ولسواليو اړتياوې، ستونزې او غوښتنې په پرمختيايي پلان کې شاملې او مرکز ته به د منظورۍ لپاره ولېږل شي چې له مخې به يې په ولسواليو کې شته ستونزې حل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه