منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې يوشمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د يو اعشاريه اووه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او د مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د سرپناه په موخه د شلټرنو، سړکونو، ويالو، او  پولګوټو جوړول شامل دي، چې ګټه يې زرګونه کورنيو ته رسېږي.

يادې پروژې د سلواغې په ۲۳مه د جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د يو لړ مراسمو پرمهال پرانيستل شوې.

د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، دغه ډول پروژې نه يواځې چې د ښار ښکلا زياتوي او د ښاريانو ستونزې ورسره حليږي؛ بلکې ځوانانو ته په کې د کار کولو زمينه هم برابريږي.

نوموړي وويل چې ولايتي اداره هڅه کوي، څو د بېلابېلو لارو چارو په لټولو سره ولس ته لازم سهولتونه برابر کړي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال حکيم الدين عمر خېل وويل، دغه ۲۱ پروژې د يو ان هبيتات، اروپايي ټولنې، جلال اباد ښاروالۍ او د يادې ناحيې د اوسېدونکو په مرستې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل چې په بشپړو شويو پروژو کې ٣٨٠٤٢ متره مربع کانکريټي سړکونه، ١٤٦٢ متره ويالې، ٤٢ پولګوټي،د ٢٣٨٨٢ متره مربع سړکونو جغل اندازي او ۳۳۵ بېوزله کورنيو ته د شلټرونو جوړول شامل دي.

ده زياته کړه، يادې پروژې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوي او زرګونو ځوانانو ته په کې د کار کولو زمينه برابره شوې وه.

د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو په تطبيق خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې ولايتي اداره دې د دغې سيمې د برېښنا ستونزې د حل لپاره هم ګامونه پورته کړي.

٦٠ کلن نقيب الله چې د کور مخې ته يې د ښاروالۍ له لوري سړک جوړ شوی وايي، پخوا به يې چې کله ناروغ ښار ته د درملنې په موخه لېږداوه نو لا به يې درد زيات شوی و؛ خو اوس يې ستونزې ډېرې راکمې شوې دي.

چارواکي وايي، د دغو پروژو د تطبيق موخه د ولس او حکومت ترمنځ د فاصلې کموالی او د ښار اړوند سيمو ته د ښاري خدماتو رسول دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه